میدان‌وردګ کې د ۶ ولایتونو د والېبال سیالیو اتلولي «میدان‌اتلان» لوبډلې وګټله

د میدان‌وردګ په مرکز میدان ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو ولایتونو ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي د میدان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت والي ویاند وحید‌الله سروري سلام‌وطندار ته وویل چې یادې لوبې د ځوانانو یووالي په موخه یوه اوونۍ وړاندې د میدان‌وردګ بدني روزنې او ورزش آمریت او د والیبال فدراسیون په ګډه همکارۍ جوړې وې.

افغانستان او زمبابوې نن درېیمه شل اووره سیالي کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به نن شنبه، لیندۍ ۲۴مه د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ ګټلو لپاره له زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې سیالي وکړي.

یاده سیالي به نن مازدیګر څلور بجې د زمبابوې په حرېرې کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

روزګان کې د فوټبال ۳۰ورځنۍ سیالي د ځوانانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

په روزګان کې د ورزش برخې مسوولان وايي چې یاد ولایت کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې.

د فوټبال دغه لوبې د ورزش ودې او ځوانو استعدادونو د پېژندنې په موخه پیل شوې وې چې یوه میاشت یې، دوام وکړ. د یادو لوبو اتولي د ځوانانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

کندهار کې د ورزشکارانو ترمنځ دودیزې لوبې وشوې

په دې لوبو کې رسۍ‌کشکول، ډبره غورځونه، او د لاس زور سیالي شاملې وې. د یادو سیالیو پیل په مراسمو کې د کندهار د سپورټ او بدني روزنې ریاست معاون حیات‌الله عتیق، د ملي او عنعنوي لوبو لوی مدیر حکمت‌الله عبیدي، د غیرالمپيکي لوبو مدیر احمدولي مدیرآغا، او ګڼ‌شمېر ورزشي مسوولانو او نندارچیانو ګډون کړی وو.

کندوز کې په ۳۰زره ډالرو د «سنوکر» کلب جوړ شو

کندوز کې د سنوکر یوه لوبغاړي پهلوان محمدتواب په خپل شخصي لګښت په ۳۰زره ډالرو د سنوکر کلب جوړ کړی دی.

د نوموړي په وینا، دغه سنوکرکلب له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

نایجریا د عاج ساحل لوبډله په ۷ منډو وسوځوله

د نایجریا کرېکټ ملي لوبډلې په شل اووره نړیوالو لوبو کې پر عاج ساحل لوبډلې نوی ریکارډ جوړ او دغه لوبډله یې، په ۷ منډو وسوځوله.

نایجریا لوبډلې له افریقا څخه د شل اووره نړیوال جام لارموندنې سیالیو کې د عاجل ساحل پروړاندې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په شلو اورونو کې یې، د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې وکړې.

افغانستان نن د بنګله‌دېش پر وړاندې یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې د بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ، لومړۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه، نومبر شپږمه د عربي متحده اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي. دواړو لوبډلو له تېرو څو ورځو راهیسې دې لوبې ته د چمتووالي په موخه تمرینات کړي دي.

عقابان اله‌سای د کرېکټ ۱۲ اووره سیالیو اتلولي وګټله

د کاپیسا په اله‌سای ولسوالي کې د کرېکټ ۱۲ اووره سیالیو په پای‌لوبه کې د عقابان اله‌سای لوبډلې «اتحاد چهارقوم اله‌سای» ته ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې، خپله کړه.

د کاپیسا د بدني روزنې او امر عنایت‌الله هلال نن دوشنبه، لړم ۱۴مه سلام‌وطندار ته وویل چې دغه ۱۲ اووره سیالي په اله‌سای ولسوالي کې پیل شوې وې چې ۲۰ ورځې یې، دوام وکړ.

د سلام‌وطندار موندنې؛ هېواد کې د درېوو کلونو پرمهال ورزش وده کړې

په دې راپور کې د ملي لوبدلو له اتو او د نورو برخو له لسو ورزشکارانو سره خبرې شوې دي. د یادو ورزشکارانو له ډلې، لسو هغو یې، ویلي چې د درېوو کلونو پرمهال افغانستان کې ورزش د پام وړ وده کړې. سلام‌وطندار د بېلابېلو برخو له ۱۸ ورزشکارانو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال هېواد کې ورزش د پام وړ پرمختګ کړی دی.

لوګر کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالي پيل شوې

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وايي چې د ولایت په کچه د ٣٢ مخکښو لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم د فوټبال سیالي پیل شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر انجینیر مزمل نعیم‌زی سلام‌وطندار ته وايي چې یادې سیالي د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال عمومي فدراسيون له لوري جوړې شوي دي چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

ونزویلا او اوکراین د فوټسال نړیوال جام کوارټرفاینل کې لوبېږي

د فوټسال نړیوال جام په کوارټرفاینل پړاو کې نن دوه لوبې کېږي چې مراکش له برازیل او ونزویلا له اوکراین سره مخ دی.

لومړۍ لوبه چې د مراکش او برازیل ترمنځ ده، د افغانستان پر وخت نن «یکشنبه، سپټمبر ۲۹مه» مازدیګر ۵ بجې به پیل شي.