
مجاهد: د پاکستان لهخوا د خبرو په تړاو خپرېدونکي جزییات د باور وړ نهدي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې د حل په اړه د ترکیې استانبول کې د خبرو دویم پړاو روان دی او په وینا یې، پایلو ته یې باید په تمه شو.
نوموړي له سلاموطندار سره خبرو کې وویل، هغه موضوعات چې پاکستانی لوری یې پر رسنیو د دې خبرو لهمنځه وخت ناوخت نشروي یا یې په اړه تحلیلونه خپریږي، د باور وړ نهدي.













