
د لغمان الیشنګ کې د وسلو زېرمه کشف شوې
امنیتي ځواکونو د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالي کې د سپکو او درنو وسلو یوه ستره زېرمه کشف کړې. د لغمان د امنیې قومنداني ویاند

امنیتي ځواکونو د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالي کې د سپکو او درنو وسلو یوه ستره زېرمه کشف کړې. د لغمان د امنیې قومنداني ویاند

د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني ویلي، د ځانګړو ځواکونو په وړتیا او لاستهراوړنو نه یوازې دوستان، بلکې دښمن هم اعتراف کوي.
ښاغلي حقاني د ځانګړو قطعاتو مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې خپلو دندو کې له هېوادوالو سره په چلند کې اخلاص، عاجزي او احتیاط رعایت کړي او د اسلامي نظام د بقا لپاره له خپلو جسماني او باطني وړتیاوو ګټه واخلي.

سرچینې څرګندوي چې په تازه بریدونو کې پنځه ملکي کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، د سیمې ګڼشمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت ځواکونو او د پاکستاني پوځ ترمنځ د نښتو له امله اړ شوي چې خپلو کورونو پرېښودو او خوندي ځایونو ته لاړ شي.

د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې د محمداغې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې څلور کسان د امنیتي ځواکونو له لوري د غلاوو په تور نیول شوي دي.
چارواکي وایي، یاد کسان په نږدې ۳۹ قضیو کې په غلا تورن دي چې د خلکو له کورونو، دوکانونو، جوماتونو او سړک پر غاړه ځای پر ځای شویو وسایطو څخه یې بېلابېل توکي وړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د باور فضا رامنځته شوې، خو په وینا یې، ځینې کړۍ هڅه کوي، دغه مثبته فضا زیانمنه کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال کړې دي.

د خوست ولايت مقام څخه نن دوشنبه، لیندۍ لسمه، په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا سهشنبه، لس بجې د خوست په ورزشي سټېډیوم کې پر یوه کس د قصاص حکم جاري کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي شریعت د احکامو د تنفیذ او تطبیق په لړۍ کې، د اسلامي امارت قضایي ارګانونه، د علیشیرو او تریزيو ولسوالي اړوند دردونکي پېښې د یوه قاتل په اړه د قصاص حکم عملي کېږي.

فراه کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کوډکر او درې شرابجوړونکي نیول شوي دي.
د فراه د امربالمعروف او نهېعنالمنکر رییس عبدالحمید صمیم وايي چې دغه کسان پرون سهشنبه، لیندۍ څلورمه، د بالابلوک او پشتکوه ولسوالیو کې نیول شوي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خوست، کونړ او پکتیکا د پاکستان هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
حامد کرزي نن سهشنبه، نومبر۲۵مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې ښځې او ماشومان شهیدان شوي دي.

د اسلامي امارت چارواکي وايي چې بېګاه شپه په خوست کې د پاکستان هوايي بریدونو له امله لس کسان شهیدان او څلور نور ټپیان شوي

د فراه د امنیه قومنداني ویاند، محمد نسیم بدري وایي چې په دې ولایت کې یوه کس له خپلې مېرمنې سر پرې کړی دی.
نوموړی زیاتوي چې دغه پېښه سهشنبه، د لړم ۲۷مه، د فراه د گلستان ولسوالي د «دهک» کلي کې رامنځته شوې ده.

د یاد وزارت د نشهيي توکو سره د مبارزې معین قاسم خالد وايي چې دغه نشهيي توکي له قاچاق وړونکو څخه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي او په تړاو یې، ۷۵۰ قاچاق وړونکي هم نیول شوي او عدلیي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د لوګر امنيه قومنداني چارواکي وايي امنيتي ځواکونو په مرکز پلعلم ښار کې هغه دوه کسان نيولي چې د يوې ښځې او يوې نجلۍ په

د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد نن شنبه، لړم ۱۷مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي امارت او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې بېپایلې پای ته رسېدلې دي.

د کندوز د امنیه قومنداني ویاند، سمنیار جمعهالدین خاکسار وايي چې نن سهار شاوخوا د ۷:۳۰ بجې د ښارک سر دوره په سیمه کې چې د ښار د اتم امنیتي حوزه پورې اړه لري، چاودنه رامنځته شوې ده.

د میدانوردګ امنیه قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سیداباد او جغتو ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ ملي پولیسو ته مسلکی روزنه ورکړل شوې ده.
د یادو پولیسو فراغت غونډ ته د میدانوردګ ولایت امنیه قوامنداني مرستیال مولوي خلیلالرحمن احمد وویل، دغه پولیسو د یاد ولایت په سیداباد او جغتو ولسوالیو کې درې ورځنۍ مسلکي زدهکړې لیدلي دي.

د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستيال نبي عمري وايي چې د اسلامي امارت حکومت د هېچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي او په وینا یې، له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري.
نوموړي دغه څرګندونې نن سهشنبه، لړم شپږمه، خوست کې د تخنيکي انسټيټيوټ د فارغانو په يوه غونډه کې کړې دي. هغه دغهراز وويل اوسنی نظام نه له ګاونډيو او نه هم له نورو هېوادونو سره هېڅ ډول جګړه او ستونزې نهغواړي.