ایران کې اعتراضونه ۱۶مې ورځې ته غځېدلي

ایران کې د حکومت پر ضد پیل شوي اعتراضونه تېرو شپاړسو ورځو راهیسې دوام لري او نور هم پراخ شوي.

د راپورونو پر اساس، دغه اعتراضونه داسې مهال دوام لري چې ویل شوي امنیتي ځواکونو مختلفو سیمو کې پر اعتراض کوونکو ډزې کړي.

ایراني مشران هڅه کوي هغه څه چې «د اسراییلو او امریکا توطیه» یې بولي، د ځپلو او تاوتریخوالي له لارې اعتراضونه مهار کړي.

پر غزې د اسراییل هوايي برید کې ۲ کسان وژل شوي

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، پر غزې د اسراییلي ځواکونو تازه برید کې دوه کسان وژل شوي.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې یاد کسان د اسراییلي پوځ د تېرې ورځې هوايي برید کې چې د غزې ښار پر یوه کور ترسره شوی، خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د راپورونو له مخې، همدې برید کې غزې ښار کې یو شمېر نور فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.

د وینزویلا د ولسمشر مرستیاله: هیڅکله به د کومې امپراتورۍ مستعمره نه‌شو

د وینزویلا د ولسمشر مرستیالې ډیلسي رو‌ډرېګز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، وینزویلا به هېڅکله د امریکا مستعمره نه شي.

هغې ټینګار کړی چې د دې هېواد خلک د خپل حاکمیت، سرچینو او خپلواکۍ د دفاع لپاره چمتو دي او اجازه به ورنه کړي چې د وینزویلا طبیعي شتمنۍ تر بهرني کنټرول لاندې راشي.

سي‌بي‌اس شبکه: ټرمپ پر وینزویلا د برید امر کړی

سي‌بي‌اېس شبکې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وینزویلا کې د پوځي تاسیساتو په ګډون پر ځینو اهدافو د برید امر کړی. د وینزویلا حکومت د امریکا د بریدونو په غبرګون کې ویلي، واشنګټن به «د دې هېواد د طبیعي سرچینو په نیولو بریالی نه شي.» د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو له دغو بریدونو وروسته د «ملي بېړني حالت» اعلان کړی. د راپورونو پر اساس، نن شنبه‌ د وینزویلا پلازمېنه کې لږ تر لږه ۷ چاودنې شوي.

ایران له ملګروملتونو غوښتي چې د ټرمپ ګواښ ته غبرګون وښيي

ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي د دې سازمان سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته د یو رسمي لیک په لېږلو سره، ایران کې د اعتراضونو په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستۍ ګواښونکې څرګندونې غندلي او د محکومیت غوښتنه یې کړې.
نړیوالو رسنیو نن راپور ورکړی چې دغه لیک پرون د ټرمپ له څرګندونو یوازې څو ساعته وروسته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته استول شوی.

۲۰۲۵ وروستۍ لسیزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو مرګونی کال وو

د پاکستان د څېړنیزو مطالعاتو او امنیت مرکز «CRSS» راپور ورکړی چې ۲۰۲۵ میلادي کال وروستۍ یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو مرګونی کال وو.
راپور کې همدارنګه راغلي چې ۲۰۲۵ کال کې یو زر او ۲۷۲ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي چې تروریستي بریدونه او د تروریزم ضد عملیات په کې شاملیږي.

حقاني امنیتي ځواکونو ته: ولس سره غوره تعامل او متقابل احترام وساتئ

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وايي، امنیتي ځواکونه دې د مشرانو د لارښوونو تطبیق ته پوره پاملرنه وکړي او له ولس سره دې غوره تعامل او متقابل احترام وساتي.
هغه ویلي، تراوسه یې نه دې اورېدلي چې د اسلامي امارت د مشر فرامینو پلي کېدو کې دې سستي راغلي وي، خو بیا هم امنیتي ځواکونه دې د لارښوونو تطبیق ته پوره پاملرنه وکړي.

ذبیح‌الله مجاهد: د داعش غړو نیونې زمونږ د خپرو شوو مالوماتو پایله ده

وروسته له هغې چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د ترکیې د استخباراتو له لوري د داعش د یو لوړپوړي غړي محمد ګورن د نیول کېدو خبر خپور شو، د امارت اسلامي ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دا ډول نیونې د هغو مالوماتو پایله ده چې د دوی له‌خوا د داعش په اړه نړیوالو سره شریک شوي.
هغه ټینګار کړی چې د داعش پالنه او ملاتړ باید پایته ورسېږي.

د لیبیا د پوځ مشر د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوی

د ليبيا د پوځ مشر چې ترکیې ته په رسمي سفر تللی وو، الوتکه یې انقره کې له پورته کېدو وروسته بېرته غورځېدلې او وژل شوی.

د راپورونو پر اساس، دغه پېښه کې د ليبيا د پوځ مشر محمد علي احمد الحداد، د ځمکنيو ځواکونو مشر، د نظامي صنايعو مدير، د ليبيا د پوځ لوی سلاکار او‌ د پوځ د دفتر عکاس هم وژل شوي.

د ليبيا لومړي وزير عبدالحمید دبیبه دغه پېښه تایید کړې او دا يې د خپل هېواد لپاره لويه ضايعه بللې.

د پاکستان پوځ: خیبرپښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي ۹ وسله‌وال وژل شوي

د پاکستان پوځ یوه بیانیه کې ویلي چې خیبرپښتونخوا ایالت کې د جلا امنیتي عملیاتو پرمهال د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي ۹ غړي وژل شوي.
دغه عملیات د خیبرپښتونخوا ایالت «اسماعیل‌خان دره» او «بنو» کې شوي.
بیانیه کې راغلي چې اسماعیل خان دره کې د عملیاتو پرمهال ۴ او بنو کې هم تر سختو نښتو وروسته پنځه وسله‌وال وژل شوي.

اسټرالیا کې د ډزو پرمهال د وژل شويو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی

د اسټرالیا د سیډني «بونډي ساحل» سیمه کې پر یهودانو د ډزو پېښه کې د وژل شويو شمېر ۱۵ او د ټپیانو ۴۰ ته لوړ شوی.
د راپورونو له‌مخې، پولیسو نن دوشنبه ویلي چې دوه مشکوک برید کوونکي پلار او زوی وو.
د بریدګرو هویت په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو ۵۰ کلن مشکوک برید کوونکي پلار وژل شوی او ۲۴ کلن زوی یې په سخت ټپي حالت کې بستر دی.

د امریکا برون پوهنتون کې د ډزو پرمهال ۱۱کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د امریکا د شمال ختيځ ايالت روډ ايلنډ په «برون» پوهنتون کې يوه وسله‌وال پر محصلانو ډزې کړي چې په کې ۲ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د یوه حالت نازک ښودل شوی.

د راپورونو پر اساس، مشکوک بريدګر تورې جامې اغوستې وې او پلی د بريد له ځايه په تېښته بريالی شوی.