
ناپېژنده وسلهوالو په بغلان کې ۱۰ لمونځکوونکي وژلي
د بغلان امنیتي مسوولان وايي، ناپېژنده وسلهوالو د دغه ولایت د نهرین ولسوالي په زاړه ښار کې پر لمونځکوونکو چې پر دوعا بوخت وو، برید کړی او لس کسان یې وژلي دي.
د بغلان د امنیې قومانداني ویاند شېراحمد برهاني وايي، په دغه برید کې د نهرین ولسوالي لس لمونځکوونکي چې د سیدپاچا اغا سادات په زیارت کې پر ذکر لګیا وو، وژلي دي.














