یمن کې د القاعده مشر ټرمپ او ایلن ماسک ته ګواښ کړی

یمن کې د القاعده شبکې څانګې مشر سعد بن عاطف العولقي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او میلیاردر ایلن ماسک ته غزه کې د اسراییل له جګړې د متحده ایالتونو د ملاتړ په دلیل ګواښ کړی.
الجزیرې شبکې نن یکشنبه راپور ورکړی چې ټولنیزو شبکو کې د العولقي ۳۰ دقیقه‌يي ویډیو خپره شوې او په کې ویل شوي: «وروسته له هغې چې د غزې په خلکو څه تېر شول او تیریږي، نور هېڅ سره کرښه شتون نه‌لري، متقابل اقدام مشروع دی.»

کورنیوچارو وزارت: د اختر لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د اختر ورځو پرمهال یې، هېواد کې د بشپړ امنیت ټينګښت لپاره کلک تدابیر نیولي دي.

د عامه نظم پولیسو ریاست د مطبوعاتو دفتر د راپور له مخې، په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د هر ډول امنیت ضد پېښو د مخنیوي او د اختر ورځو پرمهال د امنیت ټینګښت لپاره ځانګړي او جدي تدابیر نیول شوي دي.

غزه کې لوږه؛ تازه ۲۹ کسانو ژوند بایللی

د راپورونو پر اساس، د غزې روغتیا وزارت ویلي چې دې وروستیو ورځو کې غزه کې ۲۹ ماشومانو او سپین‌ږیرو د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور د لوږې خطر سره مخ دي.
د غزې روغتیايي چارواکو په وینا، د اسراییلي ځواکونو محاصرې له امله هلته لوږه او قحطي په بې‌مخینې ډول پراخه شوې.
غزه کې دغو ۲۹ کسانو داسې مهال د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی چې د ملګرو ملتونو سازمان د تېرې چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په ۴۸ ساعتونو کې غزه کې ۱۴۰۰۰ ماشومان د مړینې له خطر سره مخ دي.

ذبیح‌الله مجاهد: پاکستان دې د پېښو مسوولیت په افغانستان نه‌اچوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان بلوچستان کې د ښونځي په بس موټر برید چې د ګڼو ماشومانو د مرګژوبلې لامل شوه په کلکه غندلې.
هغه ویلي چې په ماشومانو او ملکي وګړو برید په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی.
هغه لیکلي چې پاکستاني چارواکي دې له کوم دلیل او توجیې پرته د پیښو مسئولیت په افغانستان نها‌چوي.

غزه کې لوږې ۳۲۶ کسان مړه کړي او ۱۴زره ماشومان د مرګ خطر سره مخ دي

د غزې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییلي ځواکونو محاصرې له امله لوږه او قحطي پراخه شوې چې له امله یې د مارچ له دوهمې راهیسې لږ تر لږه ۳۲۶ فلسطینیانو ژوند بایللی دی.
ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې په ۴۸ ساعتونو کې غزه کې ۱۴۰۰۰ ماشومان د مړینې له خطر سره مخامخ دي.

پر غزې د اسراییل بریدونو دوام؛ نن ۷۳ کسان وژل شوي

اسراییلي ځواکونو غزه کې بریدونو ته دوام ورکړی او تېرې شپې راهیسې د غزې مختلفو سیمو کې لږ تر لږه ۷۳ فلسطینان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
پر غزې د اسراییلي ځواکونو د نویو پوځي عملیاتو له امله چې تېرو څو ورځو کې یې سلګونه فلسطینیان وژلي، په نړیواله سطحه نیوکې ډېرې کړي.