
ذبیحالله مجاهد امریکا سره د رسمي اړیکو پر لرلو ټينګار کړی
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له العربیه شبکې سره مرکه کې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره رسمي اړیکې لري او ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه له امریکا سره د رسمي اړیکو پر ټینګېدو ټينګار کړی او ویلي، دغه هېواد سره یې دښمني ابدي نهده او هېوادونه باید یو له بل سره اړیکو ته دوام ورکړي.














