ذبیح‌الله مجاهد افغانستان کې د نورو هېوادونو د خپلسره ډلو شتون رد کړ

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا کې د ځینو هېوادونو هغه اندېښنې بېځایه دي چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو خپلسرې ډلې شتون لري.

ذبیح‌الله مجاهد نن (جمعه، اسد ۳۱) پر اېکسپاڼه لیکلي چې داسې هيڅ شواهد شتون نه‌لري چې ورته ادعاوې ثابتې کړي.

قطر په کندهار کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي په دې جوړو شویو مراسمو ته وویل: «دا روغتون د قطر هېواد په مالي مرسته د قطر الخیریه موسسې لخوا په دوه نیمو کلونو کې جوړیږي. زه عتماد  لرم چې د دې روغتون په جوړلو  سره به نه یوازې په کندهار ولایت بلکې په ټوله جنوبي حوزه کې د مور او ماشوم د تخصصي خدماتو اړتیاوو ته رسیندنه وشي.»

رییس‌الوزرا د چین بهرنیو چارو وزیر سره کابل کې لیدلي

د سرپرست حکومت رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او مل پلاوي سره نن چهارشنبه، زمري ۲۹مه، په ګل‌خانې ماڼۍ کې لیدلي دي.

محمدحسن اخند په دې لیدنه کې ویلي، چین او افغانستان دوه ښه او اوږدمهالي ملګري دي او په وینا یې، په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ، ملاتړ او د همکاریو ستانه کوو.

فصېح‌الدین فطرت: افغانستان نه‌ اشغالېدونکی هېواد دی

د اسلامي امارت د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري فصېح‌الدین فطرت وايي چې دا څلورم کال دی چې افغانان په بشپړه خپلواکي کې ژوند کوي او دا هېواد نه‌ اشغالېدونکی دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.

عبدالحق وثیق: استخباراتي کړۍ چې له بهر تمویلېږي، ختمې به شي

د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست مشر عبدالحق وثیق وايي، هغه استخباراتي کړۍ چې هېواد کې له بهر څخه تمویلېږي، له‌منځه به یوړل شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.

د نوموړي په وینا، اوسنی حکومت قوي اراده لري او چاته اجازه نه‌ورکوي چې په کور دننه مخالفت وکړي.

یعقوب مجاهد نړۍ ته: که اراده مو بده وي، ترې تېر شئ

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمدیعقوب مجاهد وايي، که د نړۍ هېوادونه د افغانستان لپاره بده اراده لري، نو له دې ارادې دې تېر شي.

نوموړي وویل چې روس او چین دې هم دا فکر نه‌کوي چې امریکا به د دوی پر ضد کړنې کوي او نه دې هم امریکا دا فکر کوي.

امیرخان متقي: ګاونډیان دې د افغانستان لپاره چپه خوبونه نه‌ویني

بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶مې کليزې نمانځغونډه کې وویل، هغه کسان چې په خپلو هېوادونو کې د اسلامي امارت پر غونډې رابولي، باید پوه شي چې د دوی له لوري د کيندل شوي کوهي پر لاره به د دوی هم کار شي.

د ملي دفاع وزیر: داځل باید ازادي له لاسه ورنکړو

هغه وویل: « د هېواد په هر فرد فرد دا لازم دي، چې د خپلواکۍ په ساتلو کې تر خپله وسه پورې خپل کوشش وکړي، تر څو د چا د خبرو تر تاثیر لاندې رانشي، موږ باید د پردیو دسیسو ته هوښیار واوسو او د دوی د هر بد عمل په وړاندې ودریږو او هیچاته اجازه ورنه کړو چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي.»

ځوانان، اصلي قربانیان او بدلون راوستونکي؛ افغانستان کې ۵لسیزې سیاسي بدلونونه

افغانستان په وروستیو پنځو لسیزو کې ګڼ او ژور سیاسي تحولات لیدلي چې له سلطنتي نظام نیولې تر جمهوري‌پلوه، کمونستي، مجاهدین، جمهوریت او اوس هم اسلامي امارت، خو دې برخه کې تر ټولو ډېر زیان د افغانستان ځوان نسل ته رسېدلی.

د سرپرست حکومت د څلورم کال له پایته رسېدو سره هم‌مهاله، سلام‌وطندار د افغانستان د تېرو ۵۰ کلونو د بدلونونو په بهیر کې د ځوانانو د ونډې په اړه یوه څېړنه کړې.

اسراییل د غزې اوسېدونکي سویلي سیمو ته لېږدوي

د اسراییل پوځ ویلي چې د غزې اوسیدونکو ته به له نن یکشنبې ورځې خیمې او نور د سرپناه تجهیزات ورکړل شي، څو هغوی له جنګي سیمو سویل ته ولېږدول شي.
رویټرز اژانس راپور ورکړی چې د اسرایيل پوځ د غزې د شمالي سیمو تخلیه کولو ته چې شاوخوا ۲.۲ میلیون وګړي په کې اوسیږي، چمتوالی نیسي.
اسراییل وروسته له هغې دغه پرېکړه کوي چې امنیتي کابینې یې څه موده مخکې د غزې ښار د بشپړ کنټرول طرحه تایید کړه.

د اوکراین په اړه د ټرمپ او پوتین ناسته بې‌پایلې پایته رسېدلې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین آلاسکا کې له نږدې ۳ ساعته خبرو وروسته د اوکراین جګړې په تړاو کومې هوکړې ته ونه رسېدل.
خو د راپورونو پر اساس، ټرمپ دغه ناسته ګټوره بللې او ویلي، ډېرو مواردو کې پرمختګ شوی، خو یو څو مهم اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي.
پوتین هم د خبرو فضا ښه بللې او ټینګار یې کړی چې د اوکراین کړکېچ د تلپاتې حل لپاره باید د جګړې اصلي لاملونه له منځه یوړل شي.

سراج‌الدین حقاني: افغانان باید په خپلو سرونو د نظام ساتنه وکړي

د کورنیو چارو وزیر سراج‌‌الدین حقاني وايي چې افغانان باید په خپلو سرونو د ازادۍ او نظام ساتنې ته ژمن پاتې شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن جمعه، د زمري ۲۴ واک ته د اسلامي امارت د رسېدو د څلورمې کلیزې نمانځغونډې مراسمو کې د وینا پرمهال کړې دي.

نوموړي په دې ناسته کې وویل چې دا ورځ د زرګونو شهیدانو د وینو پایله او د اسلامي نظام د واکمنېدو ورځ ده.