
غور کې ۱۶ کسان د نشهيي توکو د قاچاق په تور نیول شوي
د غور د امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۱۶ کسان د نشهيي توکو د تولید او قاچاق په تور نیول شوي دي.
د غور د امنیه قومنداني ویاند مولوي عبدالرحمن بدري وویل: «د پسابند ولسوالي د امنیتي ځواکونو لهخوا ۱۵کسان د ۱۸۰۰ کیلوګرامو یامه سره چې د موټرسایکلونو په مرسته لېږول کېدل، په سنگان سیمه کې نیول شوي او یاد مواد سوځول شوي دي.»














