محمد یعقوب مجاهد د قطر د دولت دفاع وزیر سره لیدلي

د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د سفر پرمهال د قطر د وزیرانو شورا مرستیال او د دولت د دفاع وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حس آلثاني سره لیدلي.

د دفاع وزارت ویلي چې دې کتنه کې د دواړو لوریو تر منځ پر مشترکو موضوعاتو بحث وشو.

فلسطین د غزې جګړې درولو لپاره د نړیوالو د بېړني اقدام غوښتنه کړې

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو غوښتي چې پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو بندولو او د ملکیانو ژوند خوندیتوب لپاره هرڅه ژر اقدام وکړي.
دغه وزارت یوه بیانیه کې ویلي، پر غزې د اسراییل بریدونو درولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې له ماتې سره مخ شوي.
دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې اسراییلو پر غزې ښار ځمکني بریدونه پیل کړي.

ټرمپ: قطر مو ستر متحد دی او اسراییل باید ډېر محتاط واوسي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوحه کې د اسراییل له برید وروسته له دغه هېواده غوښتي چې ډېر محتاط واوسي.
ټرمپ د نیوجرسي ایالت د «موریس ټاون» هوايي ډګر کې خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل، قطر د امریکا یو ستر متحد دی او اسراییل باید په دې اړه «ډېر ډېر» محتاط واوسي.
د هغه په وینا، د حماس پر وړاندې هڅې باید متوازنې وي.

د متقي او امریکايي چارواکو لیدنه؛ د اړیکو په پراختیا او د بندیانو په اړه خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن امریکايي پلاوي سره لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا، د اتباعو پر مسایلو او افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په تړاو خبرې کړي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې پر دوه اړخیزو اړیکو او راتلونکو بېلا بېلو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د هغو اتباعو په اړه به چې یوه او بل هېواد کې بندیان دي، خبرو ته دوام ورکوي.

امنیت شورا د فلسطین خپلواکه دولت جوړېدو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فلسطین د خپلواکه دولت د جوړېدو پرېکړه لیک تصویب کړ.

د راپورونو پر اساس، د امنیت شورا دغه پرېکړه‌لیک په ۱۴۲ مثبتو، ۱۰ منفي او ۱۲ ممتنع رایو سره تصویب شوی دی.

امریکا، اسراییل، ارجنټاین، هنګري او ځینو نورو هېوادونو دغه پرېکړه لیک ته منفي رایه ورکړې ده.

ملا عبدالغني برادر: زلزله کې د ویجاړو کورونو رغولو ته امکانات برابروو

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن د کونړ له زلزله‌ځپلو د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
هغه وویل، هڅه کوي چې په زلزله کې د ورانو شویو کورونو د بیرته رغولو لپاره امکانات برابر او په راتلونکې کې د طبیعي پیښو د زیان کچې را کمېدو لپاره هر اړ خیز تدابیر ونیسي.

راستنېدونکو ته د مرستو وېشلو بهیر ځنډېدل؛ ذبیح‌الله مجاهد: ملګري‌ملتونه پلمې کوي

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ UNHCR د افغانستان برخې ویلي، بیرته راستنېدونکو افغانانو ته د نغدو پیسو وېشلو مرکزونو فعالیت یې ځنډولی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، بیرته راستنېدونکو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري د مرستو وړاندې کولو پروسې ځنډول، د دغه بنسټ پلمه کول دي.

ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان د سپټمبر ۱۱مې پېښه کې رول نه‌درلود

ذبیح‌الله مجاهد نن پنجشنبه د سپټمبر یوولسمې پېښې په تړاو یوه غږیز کلپ کې ویلي، افغانستان دغه پېښه کې هېڅ رول نه‌درلود.
هغه وویل، د سپټمبر یوولسمې بریدونو پلان له افغانستانه بهر طرحه شوی وو او له دغې پېښې د افغانستان اشغال لپاره استفاده وشوه.
دغه برید لامل شو چې د امریکا په مشرۍ د ناټو غړي هېوادونه افغانستان ته ځواکونه واستوي.

نن د سپټمبر یوولسمې بریدونو ۲۴مه کلیزه ده

نن (پنجشنبه، د سپټمر ۱۱مه) د امریکا د دفاع وزارت د پنټاګون پر ودانۍ او نیویارک کې پر سوداګریزو برجونو د بریدونو ۲۴مې کلیزې سره برابره ده.

د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر په ۱۱مه القاعده شبکې په څو الوتکو سره د امریکا نیویارک ښار کې سوداګریز برجونه په نښه کړل چې پایله کې یې څه باندې ۳ زره کسان ووژل شول.

له ژوند سره مخه ښه؛ ولې افغانستان کې مېرمنې ځان‌وژنې ته مخه کوي؟

سلام‌وطندار په هېواد کې د مېرمنو ترمنځ د ځان‌وژنې د پېښو څېړنې په تړاو په دې راپور کې له  اوو داسې کورنیو سره خبرې کړي چې د کورنۍ یوې غړې یې، ځان‌وژنه کړې ده.

د دې راپور موندنې ښيي چې جبري وادونه، د ښوونځیو تړل‌کېدل، فقر او د کورنیو فشار، نجونې ناهیلۍ ته اړ کړي او دا چاره لامل شوې چې دوی خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي.

د دفاع وزیر ولس ته: هوايي ځواک ستاسو په خدمت کې دی

د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د هېواد په ختیځ کې د زلزله ځپلو وضعیت ته د رسېدنې او د ژغورنې عملیاتو کې د هوايي او پیاده ځواک هڅې ستایلي.

هغه تېره ورځ (چهارشنبه، سنبله ۱۹) په دې تړاو یوې غونډې ته ویلي، د زلزله ځپلو هېوادوالو وضعیت ته د رسېدنې او ژغورلو عملیاتو کې د دغه وزارت بېلا بېلو ټیمونو برخه اخیستې.