لاوروف: د اوکراین مذاکراتو کې اوږد مزل پاتې دی

که څه هم کرملین اوکراین سره د سولې خبرو بل پړاو د کره نېټې ټاکلو په اړه څه نه‌وايي، خو د یاد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د اوکراین د سولې خبرو په برخه کې اوږد مزل پاتې دی.

دا څرګندونې یو ورځ وروسته له هغې کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي ویلي، د امنیتي تضمینونو لپاره اسناد چمتو شوي دي.

نیدرلنډ نړیوال جام کې نمیبیا ته ماته ورکړه

د شل اووره سیالیو نړیوال جام کې نن سه‌شنبه، فبرورۍ لسمه، د نیدرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په اوو وېکټو نمیبیا ته ماته ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی نمیبیا توپ‌‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

پر لوښو میناکاري؛ هرات کې د ښځو لپاره د عاید ترلاسه کولو دریڅه

هرات کې یو شمېر نجونې هره ورځ په یوه کوچني هنري کارځای کې راټولېږي، څو د میناتورۍ د هنر له لارې ساده لوښي د کلتور، طبیعت او ژوند په رنګینو روایتونو واړوي. دغه نجونې په یوه ارامه فضا کې چې د رنګ او د لوښو د خاورې بوی په کې خپور دی، ګلان، تاریخي ودانۍ او دودیزې صحنې پر لوښو رسموي.

متقي ازبیکستاني پلاوي سره خبرو کې د همکاریو پر پياوړتيا ټینګار کړی

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ازبیکستان د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت مشر او د یاد هېواد د ولسمشر مرستیال سلاکار جولان وهابوف په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لا پياوړتيا او سیمه‌ییزو مسایلو بحث شوی.

د بامیانو د څمڅ‌مېشتو ژوند؛ هیله، وېره او سړه هوا

۲۶ کلنه فاطمه چې د څلورو ماشومانو مور ده او له تېرو درېیوو کلونو راهیسې د بامیان په یوه څمڅه کې ژوند کوي، وایي، د خاوند د کم عاید له امله یې د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه‌لري او ژمی د سون توکو او اسانتیاوو پرته تېروي. جمیله چې د بامیان بله څمڅ‌مېشته ده، هم ورته کیسه لري. نوموړې د خپل خاوند له وزګارتیا او د څمڅې د ګرمولو لپاره د سون توکو له نشتون شکایت کوي.

پر پاکستاني درملو بندیز؛ افغانان د درملو له لوړو بیو شکایت کوي

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ ډیورنډ فرضي کرښه کې له نښتو وروسته، د افغانستان په بازارونو کې د ځینو سوداګریزو توکو د بیو د لوړوالي ترڅنګ، د درملو بیې هم لوړې شوي.

بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېرهېوادوال او درمل پلورونکي وایي چې د تېرو درې اوونیو په ترڅ کې د درملو بیې په څرګند ډول لوړې شوي دي.

د پاکستان بدیلې لارې؛ ایران او اوزبیکستان سره د کابل سوداګري زیاته شوې

د اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۲۴کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له اېران د سوداګرۍ کچه ۱.۳ مېلیارده او ۸۱ مېلیونه ډالر وه، خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه کچه ۳.۵ مېلیارده اوه مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

شل اووره نړیوال جام؛ سکاټلنډ اېټالیا ته ماته ورکړه

د هند او سریلانکا په کوربه‌توب د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام کې نن سکاټلنډ لوبډلې د ۷۳ منډو په توپیر اېټالیا ته ماته ورکړه.

دغه سیالي چې نن له غرمې مخکې پیل شوه، سکاټلنډ لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۷ منډې جوړې کړې.

د اسلامي امارت او ایران چارواکو د سرحدي همکاریو په پیاوړتیا ټینګار کړی

د ایران بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام او پیاوړتيا ټینګار کړی.

کابل کې د ایران سفارت ویلي چې کاظم غریب ابادي او مولوي نورالله نوري دغو خبرو کې، پولو کې دوه اړخیزې همکارۍ مثبتې ارزولي.

اسلامي امارت د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي لپاره د تاجیکستان د همکارۍ غوښتنه کړې

افغانستان سره پر ګډه پوله د نشه‌يي توکو له قاچاق کوونکو سره د نښتو زیاتوالي په تړاو د تاجیکستان اندېښنو ترڅنګ، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د دې ستونزې حل د دواړو هېوادونو ترمنځ لا جدي همکاریو ته اړتیا لري. هغه وویل، که سرحدي ګزمو لپاره اړینې همغږۍ رامنځته شي، د نشه‌يي توکو قاچاق به تر ډېره راکم شي.