پر افغانستان د شوروي د یرغل ۴۶کاله؛ «مغرور ځواک دې د افغانانو پر ایمان شک ونه‌لري»

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت حکومت وايي چې د نړۍ هېڅ مغرور ځواک دې د افغانستان د خلکو ایمان، ننګ او ارادې شک ونه‌لري.

نن د جدي یا مرغومې شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له ۴۶مې کلیزې سره برابره ده.

ملګري ملتونه: له پاکستانه ۱.۸ میلیونه افغانان بېرته راستانه شوي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې تر دې مهاله له پاکستان څخه څه باندې ۱.۸ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د راپور له مخې، لاهم له دوو میلیونو څخه زیات افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي او هلته ژوند کوي.

حقاني امنیتي ځواکونو ته: ولس سره غوره تعامل او متقابل احترام وساتئ

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وايي، امنیتي ځواکونه دې د مشرانو د لارښوونو تطبیق ته پوره پاملرنه وکړي او له ولس سره دې غوره تعامل او متقابل احترام وساتي.
هغه ویلي، تراوسه یې نه دې اورېدلي چې د اسلامي امارت د مشر فرامینو پلي کېدو کې دې سستي راغلي وي، خو بیا هم امنیتي ځواکونه دې د لارښوونو تطبیق ته پوره پاملرنه وکړي.

هلمند کې په نږدې ۴زره ډالرو د میانګو بند جوړېږي

د هلمند د سنګین او ګرشک ولسوالیو ترمنځ، د حنجري په کلي کې د میانکو بند د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

دغه بند چې د ځمکې له سطحې ۱۰متره لوړوالی، ۱۱متره اوږدوالی او ۳متره سور لري، تمه ده چې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او هستوګنیز کورونه د سیلابونو او تخریب له ګواښ څخه وژغوري.

پروان کې په ۳۸زره ډالرو یو جومات جوړ شوی

د پروان ځایي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه سوداګر په شخصي لګښت یو جومات جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د پروان د والي ویاند سیدحکمت‌الله شمیم ویلي، دا جومات د مرکز اړوند د معلمینو په ښارګوټي کې د میرزا علي احمد خان بایاني د زامنو له لوري د خلکو د درې زره ډالرو ونډې په ګډون د ټولټال ۳۸زره ډالرو په لګښت، په اساسي ډول او په یوه پوړ کې جوړ شوی دی.

یونېسف له پاکستانه پر راستنېدونکو ماشومانو درملیز خواړه وېشي

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره یا (یونیسف) وايي چې له پاکستانه پر راستنېدونکو ماشومانو درملیز خواړه ویشي.

یونیسف پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا خواړه له مغزي موادو جوړ دي چې له شدیدو خوارځواکونو ماشومانو سره مرسته کوي.

د افغانستان ۷۲سلنه نفوس کلیوالو سیمو کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د وروستي راپور له مخې، د افغانستان نفوس په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۴۳.۸ میلیونو ته رسېدلی چې تر ۷۲سلنه زیات وګړي یې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.

دغه راپور چې د پنجشنبې پر ورځ، د لیندۍ پر ۲۷مه خپور شوی، ښيي چې افغانستان د بشري پرمختګ د شاخص له مخې د نړۍ د لسو تر ټولو ټیټو هېوادونو په کتار کې ځای لري.

د سلام‌وطندار موندنې؛ کونړ کې زلزله‌ځپلي رواني او روغتیايي ناورین سره مخ دي

د وږي نهمه، د یکشنبې ورځ د ۶.۲ ریښتر په درجې زلزلې د کونړ ډېری برخې ولړزولې چې د شته معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څه باندې څلور زره نور ټپیان شول او ترڅنګ یې، ۸۰۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

سلام‌وطندار له دې پېښې درې میاشتې وروسته، روغتیايي وضعیت ارزونې او  روغتیايي خدمتونو ته د زلزله‌ځپلو د  لاسرسي کچې ارزونې په اړه ۱۰۶۱ کورنۍ په څوکۍ ولسوالي کې سروې کړې دي.