
سوړ ژمی او د راستنو شویو ستونزې؛ «حکومت دې سرپناه راته جوړه کړي»
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د درنې واورې اورښتونو پرمهال، له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستانه شوي، وايي، د هوا په سړېدو، وزګارتیا او د لومړنیو امکاناتو ته د محدود لاسرسي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.














