انټرنېټ؛ د ښځو لپاره د کار او زده‌کړې وسیله!

د دې سروې له مخې، له ۲۵ ښځو څخه یوازې ۷ یې، وايي چې د انټرنېټ د لګښت په ورکړه کې ستونزه نه‌لري؛ خو پاتې ۱۸ بیا له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د انټرنېټ لګښت ورته دروند تمامېږي. د دغو ښځو میاشتنی لګښت د ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغانیو پورې رسېږي چې په ټولو مواردو کې د کورنۍ سرپرستان «لکه پلار، ورور او یا خاوند» دا لګښتونه پر غاړه لري.

۳۱ ولایتونو کې نن د اورښتونو اټکل شوی

یاد ریاست په یوه خبرتیا کې ویلي چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، بادغیس، فاریاب، غور، دایکندي، روزګان، کندهار، زابل، پکتیکا، غزني، میدان‌وردګ، بامیان، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او بدخشان ولایتونو کې د بارانونو احتمال شته.

ښځینه پېرودونکو ته اسانتیا؛ هرات کې ګڼ‌شمېر مېرمنې هټۍ لري

د هرات ښار چې له اوږدې مودې راهیسې د دودیزو ټولنیزو جوړښتونو او د ښځو د کار او ټولنیز حضور په اړه د محافظه‌کارو او محدودو لیدلورو له امله پېژندل کېږي، د ښځو رول په بازار او سوداګرۍ کې، په ځانګړي ډول د پلور دنده، له یوې ساده اقتصادي چارې څخه اوښتې او د ټولنیزو بدلونونو یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

ستونزې او د هیلو څرک؛ افغان ښځې د کار او ځان‌بساینې نوې لارې پرانیزي

۲۵کلنه تفسیر برکي د کابل اوسېدونکې ده چې د ستونزو پر وړاندې یې تسلیمېدو ته غاړه نه‌ده ایښې. نوموړې څلور کاله وړاندې د «مودلین برنډ» په نوم د خیاطۍ او لاسي صنایعو کارگاه په انلاین بڼه جوړه کړه او ۱۰۰زره افغانۍ لګښت یې پرې وکړ او له تېر یوه کال راهیسې یې فعالیتونه حضوري بڼه هم غوره کړې ده.

۶۰میلیونه ډالر لګښت؛ بلخ کې د چورګوړو او هګیو تولیدي کارخونه جوړېږي

د بلخ محلي مسوولان وايي چې په مزارشریف ښار کې د هګیو او چورګوړو د تولید یوې سترې کارخونې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د چارواکو په وینا، دا کارخونه د افغان او اوزبیک پانګه‌والو په ګډه پانګونه جوړیږي چې ټول لګښت یې شاوخوا ۶۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د مخابراتو شبکو نشتوالی؛ د بدخشان د درواز اوسېدونکي تاجیکستاني سیم‌کارټونه کاروي

د بدخشان د درواز اړوند د پنځه‌ګونو ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له سخت کمښت سره مخ دي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې د کورنیو مخابراتي شبکو د نشتوالي له امله اړ دي چې د اړیکو ټینګولو لپاره د ګاونډي تاجیکستان له مخابراتي شبکو څخه کار واخلي.

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د نږدې ۵۱۵میلیونه ډالرو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس شپږمې ناستې پرمهال چې په کابل کې جوړ شوی و، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د ۵۱۴ مېلیون او ۸ سوه زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوې دي.

خوست کې څلور غله نیول شوي

د خوست امنیه قومنداني مسوولان وايي، هغه څلور وسلوال غله یې نیولي چې د نظامي کسانو په نوم به د خلکو کورونو ته ورننوتل او غلاوې به یې کولې.

د یادې قومنداني ویاند طاهر احرار ویلي، دا کسان نن یکشنبه، وري نهمه، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د منسوبینو له‌خوا نیول شوي دي.

افغانستان او اوزبیکستان د ۵۱۴میلیونه ډالرو هوکړه‌‌لیکونه لاسلیک کړل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او اوزبیکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۵۱۴ میلیونه او ۸۰۰زره ډالرو په ارزښت څو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

یاد وزارت نن (یک‌شنبه، د وري ۹مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه هوکړه‌‌لیکونه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو ناستو پرمهال د خصوصي سکتورونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

د مرګ ګواښ؛ د پروان او کاپیسا غرنۍ سیمې لاهم پر ناچاودو توکو پوښلي

د پروان او کاپیسا ولایتونو غرنۍ او لرې پرتې سیمې چې د مالدارۍ او طبیعي ښکلا له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي، لاهم د جګړو د پاتو چاودېدونکو توکو له امله د مرګ له خاموش او دوامداره ګواښ سره مخ دي.

ځايي اوسېدونکي وایي چې د غرونو هره لاره اوس د ژوند پر ځای د وېرې او خطر نښه ګرځېدلې ده.

تېرکال ۱۰۳زره بهرمېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼو خدمات وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې د تېر ۱۴۰۴ کال پرمهال نږدې ۱۰۳زره بهر مېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي دي.

یادې ادارې نن شنبه، وري ۸مه، پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې د هېواد بهرمېشتو افغانانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اړوند لسګونه زره غیرحضوري خدمات وړاندې کړي دي.

د نیالګیو کینول او عامه پوهاوی؛ د چاپېریال ساتنې لپاره د ځوانانو هڅې!

په افغانستان کې د چاپېریال د خرابېدو جدي ګواښونه، لکه د ځنګلونو پراخ پرې کېدل، وچکالي او ککړتیا، د دې لامل شوي چې یوشمېر ځوانان د طبیعت د ژغورنې لپاره عملي هڅې پیل کړي. دغه ځوانان د نیالګیو کېنولو، د غرنیو بوټو د تخمونو راټولولو او خلکو ته د پوهاوي ورکولو له لارې هڅه کوي چې د هېواد لپاره یو زرغون او پیښت‌لرونکی راتلونکی جوړ کړي.

درېوو ولایتونه کې سېلابونه؛ ۱۱ کسان مړه او ټپیان شوي

په کندهار، هلمند او زابل کې چارواکي وايي چې یاد ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، لږترلږه ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او تر ۲۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د انټرنټ کمزورتیا؛ «هر ولایت ته چې ځم بل سیم‌کارټ کاروم»

د دوی په وینا، د انټرنېټ ټیټ کیفیت او پرله‌پسې پرې‌کېدل، خلک د ورځنیو کارونو په مخته وړو کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل اوسېدونکی نجیب‌الله وایي: «د انټرنېټ خدمات په ډېر لوړ لګښت فعالوم، هره میاشت شاوخوا دوه زره تر دوه نیم زره افغانیو پورې پیسې ورکوم، خو بیا هم کیفیت ښه نه دی. هر ولایت ته چې ځم، بېلابېل سیمکارتونه کاروم، ځکه په هر ځای کې یو سیم‌کارت کار نه کوي، او د انټرنېټ د کمزورۍ له امله مې یو مهم کاري فرصت هم له لاسه ورکړ، ځکه ونه توانېدم په یوه کاري غونډه کې ګډون وکړم.»

اروپايي ټولنه افغانستان کې له جګړو بې‌ځایه شویو سره ۲۵۰زره یورو مرسته کوي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې چارواکو ویلي چې دوی به د تر ټولو زیانمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۲۵۰زره یورو بشردوستانه مرسته وکړي.

د اروپایي ټولنې نن پنجشنبه، د وري ۶مه راپور ورکړی چې دغه مرسته د هغو کسانو لپاره ده چې د جګړو د زیاتوالي له امله بې کوره شوي او همدارنګه د تېرکال د زلزلې له امله زیانمن شوي دي.