د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱.۸میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یوشمېر ولایتونو کې د لنډمهاله حرفه‌يي زده‌کړو، بې‌وزلۍ سره د مبارزې او د حرفه‌يي کاري فرصتونو برابرولو په موخه له شلو کورنیو موسسو سره هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

اوچا: د مرستو په وېش کې د ا.ا لاسوهنه د پروژو د ځنډ او بندېدو لامل شوې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په یوه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستو د وېش بهیر کې د حکومتي چارواکو لاسوهنې زیاتې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د روان زېږدیز کال په نومبر میاشت کې د دغه بنسټ د مرستو په بهیر کې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې ۱۶۴ قضیې ثبت شوي چې له امله یې د دې ادارې ۷۲ پروژې ځنډول شوي او دوه پروژې په بشپړه توګه درول شوې دي.

کندهار کې په څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ ۳۵ شنې خونې جوړېږي

د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د څه باندې  شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۵ شنو خونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه شنې خونې د بدیل معیشت پراختیایي بودیجې له لارې جوړېږي چې موخه یې، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د میکانیزه کرنې پراختیا او د کوکنارو بدیل اغېزمنه کرنه ده.

خوست کې د «رڼا» په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون روان دی

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وايي، د خوست ښار منار کې د کتاب لوستنې او مطالعې ته د ځوانانو هڅولو په پار د «رڼا» په نوم د کتاب لوستنې درې ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.

دغه نندارتون د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ پرانېستل شوی چې نن سه‌شنبه، لیندۍ ۲۷مه یې، وروستۍ ورځ ده.

پنجوايي کې ۲۰۰۰غواګانو ته د لمپي‌سکېن ناروغي ضد واکسین ورکړل شو

د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې ۲۰۰۰ غواګانو ته د پوستکي ناروغي ضد «لمپي‌سکېن»  واکسین ورکړل شوی دی.

دغه واکسین د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د خوراک او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ ورکړل شوی دی.

کجکي کې په ۶.۶ میلیونه افغانۍ د پاکواوبو شبکه جوړه شوه

د هلمند په کجکي ولسوالي کې د ۶.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو لپاره د یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې.

د اوبو دغه ذخیره د هلمند د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست تر څار لاندې او د یونېسف ادارې په مالي ملاتړ، د کجکي په لویه نېچه کلي کې جوړه شوې.

ملابرادر:‌ د لوګر د اوسېدونکو ستونزو ته به رسېدنه وشي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر لوګر ته د یوه سفر  پرمهال د دغه ولایت له چارواکو سره لیدلي دي.

د لوګر مقام کې جوړې شوې غونډې ته د دغه ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني د یاد ولایت د اوسېدونکو د پوهنې، روغتیا، کرنې او د اوبو مدیریت برخه کې شته ستونزې شریکې کړې.

متقي او مردوف د ټاپي پروژې د کار پر چټکوالي خبرې کړي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر‌خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په هرات کې د ټاپي پروژې عملي چارې له نږدې کتلې دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د ویزو ورکړې پر اسانولو، د اوسپنې پټلۍ لارې تمدید، افغانستان ته د نوري فایبر لېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لېږدرالېږد خبرې‌ اترې کړې دي.

د اقتصاد وزارت: روان کال په افغانستان کې د نږدې اووه میلیارډه ډالرو پانګونه شوې

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، د روان لمریز کال له پیل څخه تراوسه بېلابېلو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د لس میلیارډه او ۶۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او له دې ډلې له افغانستان سره د پانګونې لپاره د شپږ میلیارډه او ۶۰۰ میلیونه ډالرو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

هرات کې د برښنا پرچاوۍ د زیاتوالي په اړه د خلکو شکایت

د هرات یوشمېر اوسېدونکي د هوا له سړېدو سره هم‌مهاله په دغه ولایت کې د برښنا پرچاوۍ د زیاتېدو په اړه شکایت کوي.
د هرات ښار د بکراباد سيمې اوسېدونکې سيما سلام‌وطندار ته ویلي چې په وروستيو ورځو کې یوه شپه او ورځ کې یوازې له درېوو تر څلورو ساعتونو پورې برښنا لري.

یوا‌ن‌ډي‌پي په افغانستان کې د زعفرانو او مېوې ۲۰۰۰ هېکټاره ځمکه جوړه کړې

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوولان وايي، د افغان کروندګرو د ملاتړ او د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د مېوو او زعفرانو د کښت لپاره ۲۰۰۰ هېکټاره ځمکه برابره کړې ده. د دغه پروګرام له لارې به له ۶۰ زره افغان کورنیو سره مرسته وشي.

د هېواد په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې د چټکو بادونو اټکل شوی

د هواپېژندنې ریاست مسوولان وايي چې نن جمعه، لیندۍ ۲۳مه د هېواد په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې د چټکو بادونو اټکل شوی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، بېلابېلو سیمو کې به د بادونو چټکتیا په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.