لوګر کې د هستوګنې اووه ښارګوټي جوړېږي

د لوګر محلي چارواکي وايي چې د کور او ښار جوړونې وزارت له لوري د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د هستوګنې اووه ښارګوټي جوړېږي.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، دا ښارګوټي په پل‌علم ښار او ولسوالیو کې په معیاري ډول جوړېږي.

کندهار کې کروندګر: بدیل کښتونه مو د ژوند اړتیاوې نشي برابرولی

عمر خوړلي دین محمد د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ «محمد یعقوب کلاچې» سیمه کې پر پنځه جریبه ځمکه، مۍ «ماشو» کرلي او اوس یې، حاصل راټولوي.

هغه چې د نشه‌يي توکو بدیل کښت ته مخه کړې، وایي، د مۍ «ماشو» سږنی حاصل یې، ځکه کم دی چې د دوبي زیاتې تودوخې یې، د حاصل‌ نیونې پرمهال فصل اغېزمن کړی دی.

لوګر او میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښې؛ څلور کسان مړ او ۲۰ ټپیان دي

د لوګر او میدان‌وردګ ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپیان دي.

د ميدان‌وردګ امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت سيداباد ولسوالي اړوند د کابل_ کندهار پر لويه لار د دشت‌ټوپ په زرني سیمه کې د ۵۸۰ او فلانکوچ ډوله موټر ترمنځ ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه او لس نور ټپيان شوي دي.

د خوست شيخ زاید پوهنتون کې دوه پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د خوست شیخ‌ زاید پوهنتون مسوولان وايي چې دغه پوهنتون کې د دوو پروژې چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د خوست شيخ زايد پوهنتون څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لوړو زده‌کړو سرپرست مولوي ندامحمد ندیم له لوري د خوست شيخ زايد پوهنتون کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

پکتیکا کې د کارخونو مسوولان: د برښنا او صنعتي‌پارک نشتون مو کاروبار اغېزمن کړی

پکتيکا کې د توليدي کارخونو مسولان شکایت کوي چې د برښنا او صنعتي پارک نشتون یې په کاروبار منفي اغيز کړی.

پکتيکا کې د توليدي کارخونو مسوولان وايي، د دولتي برښنا او صنعتي پارک نشتون له امله ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار پاسپورټ امریت ۳۸۲ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي

د ننګرهار پاسپورت امريت د روان کال په لسو میاشتو کې  شاوخوا ۳۸۲ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

د ننګرهار امنیې قومنداني مرستيال محمدطاهر مبارز وايي، د تېرو لسو مياشتو پرمهال په دې ولایت کې ۶۵زره او ۴۹۵ کسانو ته پاسپورتونه وېشل شوي دي.

د اقتصاد وزارت: د بشري مرستو ځنډېدو د هېواد پر اقتصاد اغېز نه‌دی کړی

د نړۍ‌والې پراختیا مرکز په نوم یوې فکري خونې په خپله وروستۍ سروې کې ویلي چې افغانستان یو له هغو اتو هېوادونو دی چې د امریکا مرستو ته تر ټولو زیات اړتیا لري.

د یادې خونې د سروې له‌مخې، جنوبي سوډان، سومالیا، کانګو، افغانستان، یوګانډا او ایتوپیا د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د امریکا پر مرستو تر ډېره تکیه دي.

زابل کې د سرطان ناروغان د امکاناتو له کمښت شکایت لري

۵۵‌کلن ګل‌جان چې له درېوو کلونو راهیسې پر سرطان ناروغۍ اخته دی، د خپلې درملنې لپاره د پاکستان کوټې ښار ته ځي.

نوموړی وايي، اقتصادي وضعیت یې خراب دی، خو د درملنې بله چاره نه‌لري. د هغه په وینا، د زابل په روغتونونو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لازم امکانات نشته او د پاکستان سفرونو یې پر اقتصادي حالت بد اغېز کړی دی.

پکتيا کې سږکال ۲۷۰ پراختیايي پروژې بشپړې شوي

د پکتيا محلي مسوولان وايي چې روان کال په ياد ولايت کې د حکومتي بوديجې او موسسو په مرسته ۲۷۰ پراختيايي او پرمختيايي پروژې بشپړې شوې دي.

د پکتيا مرستيال والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدين نن سه‌شنبه، سلواغې ۲۳مه یوې خبري ناسته کې وويل چې د يادو پروژو له ډلې ۳۰ پروژې چې ۵۷۶  ميليونه افغانی لګښت پرې شوی، حکومتي بوديجې په مرسته پلې شوې دي.

د پنبې تولید زیاتوالی؛ کروندګر: د هېواد بازارونو کې یې بیه ټيټه شوې

د کندهار د مالوچو کروندګرو سلطان سلام‌وطندار ته وايي چې پخوا به یو من پنبه ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس یې، بیه ۲۵۰ افغانیو ته راښکته شوې. «پنبه به مو کرله او ډېرې ناروغۍ به وې، د حاصل پرمهالب به یې، په ټیټه بیا راڅخه غوښتله، پخوا ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۵۰ افغانۍ ته ښکته شوې چې ګټه نه‌لري.»