
اقتصاد وزارت د زیربناوو د پراختیا لپاره د مرستو د دوام غوښتنه کړې
په داسې حال کې چې د بشري بحران او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمښت په اړه اندیښنې دوام لري، کابل کې د

په داسې حال کې چې د بشري بحران او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمښت په اړه اندیښنې دوام لري، کابل کې د

خوست کې د «البدر خیریه بنسټ» له لوري د ۱.۵ ميليون ډالرو په ارزښت د يوه طبي کمپلیکس د جوړېدو چارې پيل شوې.
د خوست والي وياند مستغفر ګربز سلاموطندار ته وويل چې د البدر خیریه بنسټ چې یو کورنی بنسټ دی، نن پنجشنبه، وري ۲۱مه یې، دغه ولایت کې د يوه طبي کمپلېکس د جوړېدو چارې پيل کړې.

له پاکستانه د کډوالو د دويمې اجباري راستنېدنې د څپې له پيل سره هممهاله هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي.
دغه افغانان د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند سرټکوي او ځینې یې وایي چې یوازې یې، سر خوندي راوېستی او نور ټول وسایل او کور یې ترې پاکستاني پولیسو ایسار کړی دی.

ځايي مسوولان وايي، د نارجګل په نوم د وطني تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون نن (پنجشنبه، وري ۲۱) د جلالاباد ښار «سراج العمارت» بڼ کې پیل او تر شنبې ورځې دوام کوي.
د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ رئيس سید عبدالبصیر پاچا وویل، د نارنجګل ملي او نړيوال نندارتون په ۱۲۰غرفو کې د هېواد بېلابېلو ولايتونو تولیدات او محصولات نندارې ته ايښودل شوي.

د هرات د حوزوي روغتون یوشمېر ډاکټران وايي چې ډېری امېندواره مېرمنې د امېندوارۍ پرمهال د تورو لکو «پرمخ تور داغونه» یا د امېندوارۍ ماسک درملنې لپاره دغه روغتون ته مراجعه نهکوي. فاطمه امیني او معصومه مومني امېندواره مېرمنې دي چې پرمخ د تورو داغونو څخه رنځېږي.

د میدانوردګ چارواکي وایي چې د دغه ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د چک ولسوالي د «ده عربان» سیمې د لس کیلومټره سړک د بیارغونې چارې پيل شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د چین په صادراتي توکو یې تعرفه له ۱۰۴سلنې ۱۲۵سلنې ته لوړه کړې او د نورې نړۍ اضافه تعرفه یې ۹۰ ورځې ځنډولې ده.
هغه لیکلي چې دغه پرېکړه د چین د هغه غچ اخیستونکي اقدام په ځواب کې شوې چې د امریکایي توکو په وارداتو یې تعرفې ولګولې.
ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر چین لګول شوې تازه تعرفه په سملاسي ډول عملي کېږي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره یې، هغه هېواد چارواکو سره خبرې کړي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل، ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره هوکړې ته رسېدلي، څو یو ګډ میکانیزم رامنځته شي او له مخې یې هېواد ته د کډوالو ستنېدو زمینه برابره شي.

دوی زیاته کړه چې دا کمپاین د کندوز په پنځو ولسوالیو، چې چاردره، دشت ارچي، امام صاحب، اقتاش او قلعهزال شامل دي، د تخنیکي ټیمونو سره په همغږۍ او د ځانګړو تجهیزاتو په کارولو سره په څړځایونو او کرنیزو ځمکو کې د ملخانو د یرغل مخنیوي په هدف پیل شوی دی.

د میدانوردګ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې د دوی له څارنې وروسته درې ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.

۲۵کلن عاقل شاه بختیار له کوچنیوالي څخه د ودانیو او انجینیري پروژو سره لېوالتیا درلوده. هغه ته انجینیري یو مسلک نه، بلکې یوه هیله وه. نوموړي خپلو دې هیلو ته د رسېدو لپاره د بلخ پوهنتون له انجینیري پوهنځي د فراغت سند ترلاسه کړ، خو نهیې غوښتل چې یوازې انجینیر پاتې شي.

د افغانستان بانک سبا «پنجشنبه، وري ۲۱مه» د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره ۲۰ میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن (چهارشنبه، وري ۲۰مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا «پنجشنبه، وري ۲۱مه» ۲۰میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د پکتيا د عامې روغتيايي رياست مسوولان وايي چې مرکز ګردېز ښار اړوند د رباط کډوالو ښارګوټي کې د ۳۷۵زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ او ګټېاخيستنې ته سپارل شوی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن «سهشنبه» وري ۱۹مه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې سرپرست حکومت لهخوا د یوه ګډ میکانیزم پر بنسټ، د افغان کډوالو د راستنولو لپاره د پرلهپسې غوښتنو سره سره پاکستان بیا ه له هغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري توګه اېستلو پروسه پیل کړې ده.

د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري ۴۰زره څارویو ته د طاعون ناروغۍ ضد واکسین د عمليکېدو پروګرام پیل شو.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي نن سهشنبه، اپرېل اتمه د ټرمپ څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې ایران او امریکا به راتلونکې شنبه، په عمان کې غیرمستقیم مذاکرات پیل کړي.