
کارپوهان: اقلیمي بدلونونو د غور کرنه جدي ګواښ سره مخ کړې
غور کې د کرنې، چاپېریال ساتنې او اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وایي، اقلیمي بدلونونو د دې ولایت په کرنې منفي اغېزې کړي. د کرنیزو چارو

غور کې د کرنې، چاپېریال ساتنې او اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وایي، اقلیمي بدلونونو د دې ولایت په کرنې منفي اغېزې کړي. د کرنیزو چارو

د یاد ریاست رییس نثاراحمد نجات نن شنبه، غبرګولي ۳۱مه سلاموطندار ته وويل چې د يادو پروژو له ډلې يې په مرکز ګردېز کې يو کانال او استنادي ديوال، دوه کانالونه او يو سربند په ځاځي اريوب او يو استنادي ديوال په څمکنيو ولسوالي کې جوړېږي چې سلګونه متره اوږدوالی لري.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د زمردو د کان ۱۵ نوې سیمې کشف شوي دي.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري نن شنبه، غبرګولي ۳۱مه، سلاموطندار ته وویل چې د زمردو دغه سیمې د لومړۍ حصې ولسوالي اړوند سیمه کې د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري موندل شوي دي.

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي دغه ولایت کې د سل زره امریکايي ډالرو یوه جومات ته ودانۍ جوړېږي.
جومات چې د څرخ ولسوالي اړوند نوشهرسیمه کې د «احمدیه» په نوم دیني مدرسې او دارلایتام ته په اساسي توګه جوړېږي، شاوخوا ۱۰۰زره امریکایي ډالره لګښت پرې راځي او د ۳۰۰ لمونځکوونکو ظرفیت به ولري.

د کندهار د ارغنداب ولسوالي په بابرکلي کې د خلکو په شخصي لګښت په ۲۷ میلیونه افغانیو د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې پیل شوې.
د سیمې اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي چې د بند جوړېدل به د اوبو زېرمهکولو له لارې د وچکالي اغېز کم کړي او په وینا یې، د کرنې لپاره به دوامداره اوبه برابرې کړي.

کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې دغه هېواد افغان موټرچلوونکو ته د یو کلنې ویزې د ورکړې پرېکړه کړې ده.
یاد سفارت نن جمعه، جون ۲۰مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاده ویزه به ۱۰۰ ډالره فیس ولري او په وینا یې، موټرچلوونکي کولای شي، څو ځلې پاکستان ته تګراتګ وکړي.

سلاموطندار د مېشتېدنې په درېوو بېلابېلو ډولونو کې له ۷۶ ځوانانو سره د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری یې، د اقتصادي، ښوونیزو او ټکنالوژۍ اسانتیاوو او فرصتونو له کبله له کلي ښار ته ډېره لېوالتیا لري.
له شاوخوا ۷۶ کسانو سره چې خبرې شوي، «د کلي، ښار او له کلي ښار ته کډه شوي» کسان دي.

په هلمند کې د لبنیاتو د پروسس یوه نوې کارخونه پرانېستل شوه چې د ورځې له شپږو تر اوو زرو لېټره شیدې پهکې پروسس کېږي.
په دې کارخونه کې مستې، پنېر، کوچ او نور لبنیات تولیدېږي چې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.
د کارخونې مسوول عقل خان سلاموطندار ته وایي چې په دې پروژه کې شاوخوا لس میلیونه افغانۍ پانګونه شوې چې په وینا یې، له ډلې یې، ۳۳زره امریکایي ډالر د «هالنډ کمېټې» لهخوا تمویل شوي دي.

د کورنيو چارو سرپرست سراجالدين حقاني پکتیا کې یوې غونډې ته ویلي، څوک حق نهلري، د جهاد په نوم نور هېوادوال وځوروي.
نوموړي پرون «پنجششنبه، جون ۲۰مه» مرکز ګردېز کې له قومي مشرانو سره په يوه ولسي غونډه کې همداراز وويل چې د وطن ابادي لپاره یووالی باید وساتل شي او په وینا یې، د ولس یووالی به د وطن د پرمختګ لامل شي.

عبدالرحمن پوپل له نوښتګر ځوانانو دی چې د معلوماتو ټکنالوژۍ برخه کې یې، مسلکي زدهکړې کړي او د مالي خدمتونو برښنايي کولو او کارنده اپلېکېشن پراختیا کې اغېزمن ګامونه اخیستې دي.

د افغنستان بانک په هېواد کې د افغانۍ ارزښت ساتنې لپاره سبا «پنجشنبه، غبرګولي ۲۹مه»، ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
یاد بانک نن (چهارشنبه، غبرګولي ۲۸مه) پر خپله اېکسپاڼه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا پنجشبنه، ۱۵میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې څلور زره او ۷۷۶ قیراط زمرد د مزایدې له لارې په ۴۶۸زره او ۶۰۰ ډالرو پلورل شوي دي.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون نن سهشنبه، غبرګولي ۲۷مه، ویلي چې د زمردو په دې پلور کې کورنیو او بهرنیو سوداګرړ ګډون کړی وو.

د پکتيا ولايت مقام څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي لابراتوار لپاره د د دوه نيم میلیونه افغانیو په ارزښت مهم وسایل، یاد پوهنتون لابراتوار ته سپارل شوي دي.

د سرپرست حکومت د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په مشري د چین-سوېلياسیا نندارتون کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.
د ریاستالوزرا عمومي ریاست نن سهشنبه، غبرګولي ۲۷مه پر خپله اېکسپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې پلاوي کې د عبدالسلام حنفي سربېره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت مسوولان وايي، د اسلامي امارت مشر د ډیورنډ فرضي کرښې او ۷ ولایتونو نورو سرحدي سیمو اوسېدونکو لپاره د

افغانستان له سعودي عربستان سره د شوې هوکړې له مخې، هر کال د حج مراسمو ادا کولو لپاره له ۱۳ تر ۳۰زره کسانو لپاره سهمیه ترلاسه کوي. دغه سهمیه د مسوولو بنسټونو له لوري د ښځو او نارینهوو ترمنځ ټاکل کېږي.
افغانستان کې مېرمنې له تېرو کلونو راهیسې د بېلابېلو لاملونو له کبله د یادې فریضې ادا کولو لپاره له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.