د بلخ مارمل ولسوالي زلزلې ځپلې کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

د بلخ د مارمل ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي چې د وروستۍ زلزلې له امله يې کورونه نړېدلي، وايي چې راتلونکي ژمي او د امکانات نشتوالي په اړه اندېښمن دي.

د دایمي سرپناه جوړول، د خوراکي او سون توکو برابرول، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی او د اوبو د کمښت ستونزې هوارول د دغو خلکو مهمې غوښتنې دي.

لوګر کې د ۳۹ غلاوو په تور څلور کسان نیول شوي

د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې د محمداغې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې څلور کسان د امنیتي ځواکونو له لوري د غلاوو په تور نیول شوي دي.

چارواکي وایي، یاد کسان په نږدې ۳۹ قضیو کې په غلا تورن دي چې د خلکو له کورونو، دوکانونو، جوماتونو او سړک پر غاړه ځای پر ځای شویو وسایطو څخه یې بېلابېل توکي وړې دي.

د کورنۍ واکمن دودونه؛ ډېری مېرمنې لاهم له خاوند سره مستقل ژوند نه‌لري

په داسې ټولنه کې چې د کورنۍ جوړښتونه له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، یوشمېر مېرمنې له خپلو خاوندانو سره د مستقل ژوند کولو څخه محروم دي؛ هغه حق چې د اسلام مطابق او د نکاح له اړخه د دوی لپاره په رسمیت پېژندل شوی دی.

مجاهد: د تېرو ۹میاشتو پرمهال هېواد کې هېڅ لويه امنيتي پېښه نه‌ده شوې

د اسلامي امارت د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي چې په ټول هېواد کې د تېرو نهو مياشتو پرمهال هېڅ لويه امنيتي پېښه نه‌ده رامنځته شوې.

هغه دغه څرګندونې نن پنج شنبه، د لیندۍ ۱۳مه، د پکتيا په زرمت ولسوالي کې د مدرسو د حافظانو او مولويانو د فراغت په تړاو جوړه شوې يوې غونډه کې وکړې.

لوګر کې د تاریخي اثارو او معدني ډبرو د پیژندنې پرمختللې دستګاه نیول شوې

د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو هغه پرمختللې کمپیوټري دستګاه نیولې چې له لارې یې په غیرقانوني ډول د بېلابېلو معدني ډبرو، تاریخي اثارو د پیژندنې او د ځمکې د ژوروالې او موقعیت د معلومولو لپاره ناوړه ګټه اخیستل کېدله.

سړه هوا او د سرپناه‌ نشتوالی؛ له پاکستانه د راستنې شوې مور کیسه

وروستۍ زلزلې د هېواد شمال کې د سلګونو نورو کورونو ترڅنګ، له پاکستانه د راستنې شوې بي‌بي سرپناه‌ هم زیانمنه کړې او اوس له یوې بلې غمیزې سره مخ ده.

د بلخ د شولګرې ولسوالي د «جلوزو» کلي اوسېدونکې بي‌بي دوه کاله وړاندې له خپلو پنځو ماشومانو سره له پاکستانه راستنه شوې او اوس د کور نړېدو له وېرې خپلو ماشومانو سره خیمه کې شپې او ورځې تېروي.

راستنه شوې کورنۍ: زلزلې هر څه راخراب کړل، مرستو ته اړتیا لرو

هغه کورنۍ چې پاکستان کې له کلونو کډوالۍ وروسته، له هیلو ډک زړه سره خپل هېواد ته راستنې شوې وې، د وروستۍ زلزلې یو ناڅاپي ټکان یو ځل بیا بې‌برخلیکه وضعیت سره مخ کړي دي.

د بلخ د شولګرې ولسوالي د «جلوزو» سیمې اوسېدونکی ۴۵کلن مولاداد دوه کاله وړاندې خپلې ۱۰ کسیزې کورنۍ سره یوځای له پاکستانه راستون شوی.

یوناما: افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه کسان له جدي معلولیت سره ژوند کوي

افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولي دفتر (یوناما) ویلي چې دغه هېواد کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه کسان له جدي معلولیتونو سره ژوند کوي.

یوناما نن (چهارشنبه، د لیندۍ دولسمه/ ډسمبر درېیمه) د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان کې معلولیت تر ډېره د څو لسیزو جګړو پایله ده.

پکتيا کې د اوبورسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې

د ګردېز ښاروالي مسوولان وايي، د مرکز ګردېز ښار اړوند زاړه بازار سيمه کې د پاکو اوبو رسولو د يوې شبکې چارې بشپړې شوې دي.

د ګردېز ښاروالي وياند جمعه خيل همدرد سلام‌وطندار ته وويل چې ياده شبکه د ګردېز ښاروالي تر چتر لاندې د «يو‌اين‌هبيتات» موسسې په مالي مرسته جوړه شوې دي.

د معلولیت‌لرونکو کسانو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: اړتیاوې دې حل شي

ملګروملتونو اعلان کړی چې په نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه کسان له یوه ډول نه یوه ډول معلولیت سره ژوند کوي.

دغه سازمان دا څرګندونې نن چهارشنبه، لیندۍ ۱۲مه، ډسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

له ایران او پاکستانه څه باندې ۵زره افغانان رااېستل شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، په تېر یوه ورځ کې ۵زره او ۴۹۵ افغانان له ایران او پاکستانه په جبري توګه ایستل شوي او هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

یاد کمېسیون نن چهارشنبه، لیندۍ دولسمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کسان د هرات اسلام‌قلعه، د نیمروز ورېښمو پُل، د کندهار سپین‌بولدک، د تورخم او د بهرامچې د لارې افغانستان ته راغلي دي.

لوګر کې درې ټولګټې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د ټولګټو چارو رییس مولوي جنت‌ګل سراج وویل چې په یادو پروژو کې د لوګر ـ ګردېز لويې لارې د ګارډریلونو جوړول، د ترافیکي نښو لګول او د التمور لوړ تناژ تلې لپاره د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي کانکریټي سړک جوړول شامل دي.

متقي: ځینې کړۍ غواړي د افغانستان او تاجیکستان امنیتي همکاري زیانمنه کړي

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د باور فضا رامنځته شوې، خو په وینا یې، ځینې کړۍ هڅه کوي، دغه مثبته فضا زیانمنه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال کړې دي.