
د هلمندټرانسپورټ ریاست: موټرچلوونکي دې خپل موټر چپلاس ته بدل کړي
د هلمند د ټرانسپورټ ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې تر ۹۰سلنه موټر د افغانستان د ټرافیکي او ټرانسپورټي قوانینو خلاف چلول کېږي.
دوی دغه ولایت کې موټرچلونکو ته سپارښتنه کړې چې د یوې نیمې میاشتې په اوږدو کې خپل موټر د افغانستان چپ لاسته واړوي.














