
انټرنېټ؛ د ښځو لپاره د کار او زدهکړې وسیله!
د دې سروې له مخې، له ۲۵ ښځو څخه یوازې ۷ یې، وايي چې د انټرنېټ د لګښت په ورکړه کې ستونزه نهلري؛ خو پاتې ۱۸ بیا له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د انټرنېټ لګښت ورته دروند تمامېږي. د دغو ښځو میاشتنی لګښت د ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغانیو پورې رسېږي چې په ټولو مواردو کې د کورنۍ سرپرستان «لکه پلار، ورور او یا خاوند» دا لګښتونه پر غاړه لري.














