د سالنګ لویې‌ لارې مسافر پر یاده لاره د اسانتیاوو غوښتنه کوي

د سالنګ لویې‌ لارې یوشمېر مسافرین دغه لاره کې د لومړنیو خدمتونو له نشتون څخه شکایت کوي او له ټولګټو وزارت غواړي چې پر دې لاره تلونکو مسافرو ته اسانتیاووې برابرې کړي.

د کندوز اوسېدونکی احمد وايي، حکومت باید پر یاده لاره د مسافرو لپاره د اوسېدو ځای، روغتیايي مرکزونه او درملتونونه جوړ کړي.

خان‌جان الکوزی: نړیوالو بندیزونو هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا کمه کړې

په هېواد کې پانګونې ته د افغان پانګوالو د لېوالتیا په اړه د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشر له څرګندونو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، هېواد کې د پانګونې ټولو فرصتونو له موجودیت سره سره، نړیوال بندیزونه یوه لویه ستونزه ده.

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالره بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا « دوشنبه، لیندۍ ۱۹مه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (یکشنبه، لیندۍ ۱۸مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دوشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

لوګر کې ۱۱زره خرواره لرګیو ته د لېږد او پلور اجازه ورکړل شوه

لوګر کې چارواکي وايي چې د ازرې ولسوالي ولسونو ته لس ورځې اجازه ورکړل شوه چې د خپلې سیمې غرني او وچ لرګي د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي منابعو امر نصرالدین بهیج سلام‌وطندار ته وویل، د ولایت په کچه ازرې ولسوالي ته په دې تړاو یو پلاوی لېږل شوی و.

میدان‌وردګ کې د ۴۰ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې پيل شوې

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالي کې د ۴۰ کېلومټره سړک د بیارغونې چارې پيل شوې.

د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ له محلي چارواکو سره په ګډه یادې ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد سړک بیارغونې چارې پیل کړې.

روزګان کې د شهیدانو ورثوو ستونزې؛ «یتیمان راغاړې دي او څه نه‌لرم»

زرمینه د روزګان په یوه کلیوالي سیمه کې ژوند کوي او د خپل وژل شوي خاوند د حقوقو ترلاسه کولو په لټه کې ده.  زرمینه د خپلو یتیمو ماشومانو د پالنې او د ناروغۍ له کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

نوموړې وايي چې تراوسه ورسره د حکومت له لوري هېڅ ډول مرسته او لاسنیوی نه‌دی شوی.

بدخشان کې د «حکیم ناصر خسرو» مقبره بیاورغول شوه

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «حکیم ناصر خسرو» مقبرې د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.

دغه مقبره د بدخشان یمګان ولسوالي کې ده چې د لومړي ځل لپاره په معیاري توګه بیارغول شوې.

لوګر کې ټرافیکي پېښه؛ دوه مړه او دوه ټپیان شوي

د لوګر امنيه قومنداني چارواکي وايي چې جمعه، لېندۍ ۱۶مه سهار د کابل-لوګر پر لویه لاره د يوې ټرافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قومنداني وياند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وويل، دغه پېښه د کابل-لوګر پر لويه لاره د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «شش‌قلعه» سیمه کې د يوه ټېلر او رنجر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.

زابل کې د شپږو میاشتو پرمهال د ۷۰ جنايي پېښو په تړاو ۱۰۸ کسان نیول شوي

د زابل امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو شپو میاشتو پرمهال ۷۰ جنايي پېښې شوي چې په تور یې، ۱۰۸ کسان هم نیول شوي دي.

چارواکي وایي چې تېر ته په پرتله دغه ولایت کې د جنايي جرمونو پېښې د پام وړ کمې شوي او په وینا یې، لامل یېو د جرمونو مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو پر وخت مداخله او عملي اقدامات دي.

کندهار کې د ورزشکارانو ترمنځ دودیزې لوبې وشوې

په دې لوبو کې رسۍ‌کشکول، ډبره غورځونه، او د لاس زور سیالي شاملې وې. د یادو سیالیو پیل په مراسمو کې د کندهار د سپورټ او بدني روزنې ریاست معاون حیات‌الله عتیق، د ملي او عنعنوي لوبو لوی مدیر حکمت‌الله عبیدي، د غیرالمپيکي لوبو مدیر احمدولي مدیرآغا، او ګڼ‌شمېر ورزشي مسوولانو او نندارچیانو ګډون کړی وو.

روزګان اوسېدونکي: د کانونو پیسې دې یاد ولایت کې ولګول شي

روزګان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ۳۵ ډوله کانونه تثبیت شوي چې له ډلې یې، د مرمرو او پلورایټو یوولس کانونه کورنیو ته په قرارداد ورکړل شوي دي. د هغوی په وینا، دا پیسې باید د عامه تاسیساتو جوړولو، لکه ښوونځیو، روغتونونو، سړکونو او نورو پرمختیايي پروژو لپاره وکارول شي.

نړیوال بانک: افغانستان ۲۰۲۴ کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده درلوده

نړیوال بانک وايي چې افغانستان په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده درلوده، خو د مالي محدودیتونو، د سوداګرۍ د توازن نشتوالي او د پانګونې د ظرفیت  محدودیت له امله د ودې دغه کچه د هېواد د بنسټیزو اقتصادي ستونزو په حل کې ډېره مرسته نه‌ده کړې.

خوست کې په ۹۳میلیونه افغانیو د څلور پروژو چارې پیل شوې

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څلور پروژو چارې پیل شوې.

د خوست ښاروالي رياست څخه نن پنج‌شنبه، لیندۍ ۱۵مه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې یادې پروژې د ښار په لومړۍ، دویمه او درېیمه ناحیو کې پلې کېږي.

کندوز کې په ۳۰زره ډالرو د «سنوکر» کلب جوړ شو

کندوز کې د سنوکر یوه لوبغاړي پهلوان محمدتواب په خپل شخصي لګښت په ۳۰زره ډالرو د سنوکر کلب جوړ کړی دی.

د نوموړي په وینا، دغه سنوکرکلب له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د روزګان اوسېدونکي: څوک چې د څاګانو سرونه نه‌پټوي، سزا دې ورکړل شي

د روزګان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د اوبو ژورو څاګانو د سرونو نه‌پټېدو له امله اندېښنه ښيي او وايي، ژورې څاګانې په یوه ګواښ بدلې شوې دي.

د یاد ولایت اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د وچکالیو او اوبو کمښت له امله د څاګانو کېدنه ډېره شوې چې ورسره څاګانو ته د ماشومانو او څارویو د لوېدو ګواښ هم ډېر شوی دی.

امربالمعروف وزارت: ارزو ټلوېزیون د اسلامي ارزښتونو ساتنې لپاره تړل شوی

د امر‌بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت مسوولان وايي چې د ارزو ټلوېزیون د اسلامي ارزښتونو ساتنې په موخه تړل شوی دی.

د یاد وزارت ویاند سیف‌السلام خیبر رسنیو ته په لېږلي یوه غږیز پیغام کې ویلي چې دغه ټلوېزیون د اسلامي ارزښتونو، له رسنیو د ناسمې ګټې‌اخیستنې مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت په موخه تړل شوی دی.