
د قطر لومړي وزیر غزه کې د اوربند په تړاو د حماس له پلاوي سره کتلي
د قطربهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد لومړي وزیر محمدبن عبدالرحمن بن جاسم الثاني دوحه کې د حماس له پلاوي سره د غزې د اوربند په اړه خبرې کړې دي.
د لیدنې پرمهال غزه کې د اوربند د خبرواترو د وروستیو پرمختګونو او د دغو بحثونو د پرمخ بیولو پر لارو چارو خبرې شوي دي.














