کابل ته د بېلاروس د یوه پلاوي سفر؛ د اړیکو پراختیا او همکاریو غوښتنه شوې

 د بهرنیو، کورنیو، صنعت او سوداګرۍ او د کانونو او پترولیم وزارت مسوولان وايي، د بېلاروس هېواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د لومړي مرستیالانو په ګډون د دغه هېواد د پانګوالو یوه پلاوي کابل ته د سفر پرمهال د یادو وزارتونو له چارواکو سره لیدلي دي.

د کندهار تخته‌پل کې په ۸۰۰زره افغانۍ د اوبوذخیره کولو حوضونه جوړېږي

د کندهار په تخته‌پل ولسوالي کې په ۸۰۰زره افغانیو د اوبو زېرمه کولو لپاره «حوضونه» جوړېږي.

یاد حوضونه د کندهار کرنې ریاست د پراختیایي بودیجې په مرسته او د یو خصوصي شرکت په تخنیکي همکاري د تخته‌پل ولسوالي د څادرګه او تنګي سیمو کې د اوبو ذخیره‌کولو دوه حوضونه جوړېږي.

د خوست ښاروالي نهو مياشتو کې ۲۰۸ميليونه افغانۍ عوايد ټول کړي‌

د خوست ښاروالي مسوولان وايي چې د روان ۱۴۰۳ کال له پيل څخه تر دې دمه د بېلابېلو اصنافو څخه ۲۰۸ ميليونه افغانۍ عوايد ټول  شوي چې د تېرکال په پرتله ډېروالی ښيي. ياده غونډه کې يوشمېر ښاريانو بيا د خوست ښاروالي له کړنو خوښي ښيي، خو غوښتنه کوي چې ښاروالي د ښار پراختيا او ښکلا لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

کابل ښاروالي: خلک دې د هوا ککړتیا مخنیوي برخه کې همکاري وکړي

د کابل ښاروالي مسوولانو دغه څرګندونې نن شنبه، مرغومې ۲۲مه کابل کې د ښاري نظم ښه‌والي، د ښار پروړاندې د خلکو د مسوولیت لاپیاوړي کولو او د چاپېریال او عامه ځایونو د ساتنې په موخه د دغې ادارې د فعالیتونو په اړه د پوهاوي پروګرام کې وکړې. د کابل ښاروالي مسوولان وايي، دغه اداره په یوازې توګه د کابل د هوا له ککړتیا سره مبارزه نه‌شي کولای.

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې سبا «یکشنبه، مرغومي ۲۳مه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (شنبه، د مرغومي ۲۲مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یکشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

میدان‌وردګ کې یوه کس ځان‌وژنه کړې

د میدان‌وردګ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په حصه اول بهسودو ولسوالي کې یوه کس ځان وژنه کړې.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، په لومړۍ حصه بهسودو ولسوالي کې تېره ورځ یوه کس چې شاوخوا ۳۰ کاله عمر لري، ځان وژنه کړې.

روانه میاشت د پاکستان د تحصیلي بورسونو انلان ازموینه اخیستل کېږي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق وايي چې روانه میاشت به د علام اقبال تحصیلي بورسونو له شاوخوا ۲۲زره افغانانو انلاین ازموینه واخیستل شي.

نوموړي جمعه، جنورۍ۱۰ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د علام‌اقبال ۳‌پراو تحصیلي بورسونو کې به ترراتلونکو درېوو کلونو ۴۵۰۰ افغان زده‌کوونکي د پاکستان پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي.

د وزیرمحمداکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالي پیل شوې

د وزیرمحمداکبر خان ۱۶م پړاو دویمه درجه ولایتي لوبې نن شنبه، جنورۍ ۱۱مه په رسمي توګه د ۴۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

دغه سیالي د هېواد په څلورو ولایتونو کې کېږي چې د جنورۍ له یوولسمې د همدې میاشتې تر ۳۱مې به دوام ولري.

پکتيا کې بې‌وزله کورنۍ: د سون توکي نشو پېرلی

د پکتيا مرکز ګردېز ښار او اړوند سيمو کې بې‌وزله کورنۍ وايي، د کمزوري اقتصادي وضعیت او د بیو لوړوالي له امله نشي کولی چې د سون توکي واخلي او خپل کورونه پرې ګرم وساتي.

دوی له مرستندويه بنسټونو غوښتنه کوي چې په روان ژمي کې دې ورسره د سون او نورو توکو مرستې وکړي.

هند غواړي له افغانستان سره د بنسټییزو پروژو په پلي‌کولو کې همکاري وکړي

د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته له بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د ټینګولو لپاره جدي هڅې پیل کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په رسمي بلنه د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته سفر کړی دی.

هلمند پوهنتون کې په ۲۵ میلیونه افغانۍ ۲.۴ کیلومټره سړکونه رغول کېږي

د هلمند په دولتي پوهنتون کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د داخلي سړکونو د «سفالټ چارې» په چټکۍ سره روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې، ښوونکو او زده‌کړیالانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د دې پروژې ټولییز اوږدوالی ۲.۴ کیلومتره دی او موخه یې د پوهنتون دننه د ګرد، خاورو او خرابو لارو ستونزې له‌منځه وړل دي.

ميدان‌وردګ کې د ۶۸ ميليونه افغانيو په لګښت د يو ترمينال جوړېدو چارې پيل شوې

د کور او ښار جوړونې وزارت له‌خوا د ميدان‌وردګ مرکز ميدان‌ښار کې د ۶۸ ميلیونه افغانیو په لګښت د مسافروړونکو موټرو لپاره د ترمينال (هډې) د جوړېدو چارې پيل شوې چې زر کسانو ته به پکې د کار زمينه برابره شي. د ميدان‌وردګ والي قاري بختيار معاذ د کور او ښار جوړونې له وزارت مننه وکړه چې یاده اقتصادي پروژه یې دغه ولايت خلکو لپاره پيل کړه.

اسلامي امارت: د بهرنیو مرستو وېش کې هېڅ ونډه نه‌لرو

 د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د افغانستان سرپرست حکومت ته د هغه هېواد د بشري مرستو په رسولو له نیوکې وروسته، د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، سرپرست حکومت له افغانستان سره د بهرنیو بشري مرستو کې هېڅ لاسوهنه‌ نه‌لري. امریکا د تېرو درېوو کلونو پرمهال افغانستان کې له مرسته‌رسوونکو بنسټونو سره څه باندې ۲ میلیارد ډالره مرسته کړې.

د انګور اډې لاره ټرانزیټ‌کېدل؛ سوداګر: اسانتیاوې دې برابرې شي

د پکتيکا محلي مسوولان وايي چې له پاکستان سره د «انګور ادې» لاره د ټرانزیټي لارې په توګه ټاکل شوې او له دې وروسته به پر یاده لاره ټرانزیټ کېږي.

 شاوخوا يوه مياشت وړاندې د اسلامي امارت د مشر د ځانګړي حکم له مخې له پاکستان سره د انګورو اډې لاره په رسمي ډول ترانزیټ شوه.

ننګرهار کې د کارخونو مسوولان د برښنا کمښت او بازار نشتون څخه شکایت لري

ننګرهار کې د تولیدي کارخونو مسوولان په صنعتي ښارګوټي کې د برښنا کموالي، د سړکونو خرابوالي،  د اوبو کښت او د بازار له نشتونه شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، صنعتي ښارګوټي کې برښنا کمه او په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۵ برښنا لري چې له کبله یې چارې ټکنۍ او لویه اقتصادي ضربه ویني.