
زابل کې د سرطان ناروغان د امکاناتو له کمښت شکایت لري
۵۵کلن ګلجان چې له درېوو کلونو راهیسې پر سرطان ناروغۍ اخته دی، د خپلې درملنې لپاره د پاکستان کوټې ښار ته ځي.
نوموړی وايي، اقتصادي وضعیت یې خراب دی، خو د درملنې بله چاره نهلري. د هغه په وینا، د زابل په روغتونونو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لازم امکانات نشته او د پاکستان سفرونو یې پر اقتصادي حالت بد اغېز کړی دی.













