خوست کې په ۵۰زره ډالرو یو کانال ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شو

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې په ۵۰زره امریکايي ډالرو د ځمکې خړوبولو یو کانال جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د خوست ولايت مقام څخه نن «دوشنبه، سلواغې ۲۹مه» په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې دغه کانال د مرکز اړوند په میاخېلو کلي کې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د افغانستان بانک سبا ۲۰ میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک نن (دوشنبه، سلواغې ۲۹) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه شنبه، سلواغې ۳۰مه، به ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د پکتيکا امنيه قومنداني: پاکستان پر برمل بمباري نه‌ده کړې

د پکتیکا د امنیه قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت پر برمل ولسوالي پاکستاني جېټ‌الوتکو بمباري نه‌ده‌کړې.

د امنیه قومنداني له‌خوا نن سه‌‌دوشبه، سلواغې ۲۹مه په خپره شوې خبرپاڼه کې هغه ټولې اوازې رد شوي چې ګواکې پاکستاني جيټ‌الوتکو پر برمل بمباري کړې.

د امر‌بالمعروف وزارت: هېواد کې د شریعت له ‌مخې د ښځو حقونه تامین دي

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مسوولان وايي، یوشمېر هېوادونه په افغانستان کې د ښځو حقونو مسله د تبلیغاتو او سیاسي فشار په توګه کاروي.

د دغه وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر د ۱۷هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت له ‌مخې ټينګ دي.

ا.ا له افغانستان څخه د پاکستان پروړاندې د امنیتي ګواښونو شتون رد کړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي‌خان جمعه، فبرورۍ ۱۴مه، یوه غونډه کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د دغه هېواد پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د شتون په اړه اندېښنه وښوده.

نوموړي په دې خبري ناسته کې وویل، یوه مهمه مسله چې اسلامي امارت سره د هغه هېواد اړیکې ترینګلې کوي، افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک مرکزونه دي.

لوګر او میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښې؛ څلور کسان مړ او ۲۰ ټپیان دي

د لوګر او میدان‌وردګ ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپیان دي.

د ميدان‌وردګ امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت سيداباد ولسوالي اړوند د کابل_ کندهار پر لويه لار د دشت‌ټوپ په زرني سیمه کې د ۵۸۰ او فلانکوچ ډوله موټر ترمنځ ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه او لس نور ټپيان شوي دي.

د خوست شيخ زاید پوهنتون کې دوه پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د خوست شیخ‌ زاید پوهنتون مسوولان وايي چې دغه پوهنتون کې د دوو پروژې چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د خوست شيخ زايد پوهنتون څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لوړو زده‌کړو سرپرست مولوي ندامحمد ندیم له لوري د خوست شيخ زايد پوهنتون کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

پکتیکا کې د کارخونو مسوولان: د برښنا او صنعتي‌پارک نشتون مو کاروبار اغېزمن کړی

پکتيکا کې د توليدي کارخونو مسولان شکایت کوي چې د برښنا او صنعتي پارک نشتون یې په کاروبار منفي اغيز کړی.

پکتيکا کې د توليدي کارخونو مسوولان وايي، د دولتي برښنا او صنعتي پارک نشتون له امله ستونزو سره مخ دي.

د اقتصاد وزارت: د بشري مرستو ځنډېدو د هېواد پر اقتصاد اغېز نه‌دی کړی

د نړۍ‌والې پراختیا مرکز په نوم یوې فکري خونې په خپله وروستۍ سروې کې ویلي چې افغانستان یو له هغو اتو هېوادونو دی چې د امریکا مرستو ته تر ټولو زیات اړتیا لري.

د یادې خونې د سروې له‌مخې، جنوبي سوډان، سومالیا، کانګو، افغانستان، یوګانډا او ایتوپیا د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د امریکا پر مرستو تر ډېره تکیه دي.

زابل کې د سرطان ناروغان د امکاناتو له کمښت شکایت لري

۵۵‌کلن ګل‌جان چې له درېوو کلونو راهیسې پر سرطان ناروغۍ اخته دی، د خپلې درملنې لپاره د پاکستان کوټې ښار ته ځي.

نوموړی وايي، اقتصادي وضعیت یې خراب دی، خو د درملنې بله چاره نه‌لري. د هغه په وینا، د زابل په روغتونونو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لازم امکانات نشته او د پاکستان سفرونو یې پر اقتصادي حالت بد اغېز کړی دی.

لوګر کې ۱۳ سوداګریز مارکېټونه جوړېږي

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګریز بازارونه جوړېږي.

د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ریيس مولوي مطیع‌الله ذاهد پل‌علم کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د مرکز پل‌علم په ګډون په بره‌کي‌برک او څرخ ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګرېز مارکېټونه جوړېږي.

پکتيا کې سږکال ۲۷۰ پراختیايي پروژې بشپړې شوي

د پکتيا محلي مسوولان وايي چې روان کال په ياد ولايت کې د حکومتي بوديجې او موسسو په مرسته ۲۷۰ پراختيايي او پرمختيايي پروژې بشپړې شوې دي.

د پکتيا مرستيال والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدين نن سه‌شنبه، سلواغې ۲۳مه یوې خبري ناسته کې وويل چې د يادو پروژو له ډلې ۳۰ پروژې چې ۵۷۶  ميليونه افغانی لګښت پرې شوی، حکومتي بوديجې په مرسته پلې شوې دي.