
یونېسف: هرات کې د ۲۰۰ نجونو له حرفوي زدهکړو ملاتړ کوو
د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) په یوه راپور کې ویلي چې په هرات کې د ۲۰۰ نجونو زدهکوونکو د حرفوي زدهکړو ملاتړ

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) په یوه راپور کې ویلي چې په هرات کې د ۲۰۰ نجونو زدهکوونکو د حرفوي زدهکړو ملاتړ

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې مسوولان وایي چې د لوګر مرکزپل علم ښار د کرېکټ لوبغالي کې د څلور میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې او رسما پرانېستل شوه.

د لوګر د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمنۍ هواره شوې ده.

مطېعالله مخبت چې د بدخشان د یفتل ولسوالي د رباطک کلي اوسېدونکی دی، په خپل زیار او نوښت د «بدخشان» په نوم اپلېکېشن جوړ کړی دی.
نوموړی سلاموطندار ته وايي چې سیمه کې یې، د برښنا نشتوالي، کمزوري انټرنټ او نورو ستونزو سره سره دغه اپلېکېشن جوړ کړی.

د پکتیکا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، هغه کس نیولی چې خپل خُسر یې، وژلی و.
د پکتیکا امنیه قومانداني څخه سلاموطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د زرغون شهر ولسوالي د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو هغه قاتل نيولی چې خسر يې په خپل کور کې د ټوپک په وسيله وژلی و.

په داسې حال کې چې له ایران څخه هره ورځ زرګونه افغانان بېرته هېواد ته راستنېږي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا، د هرات اسلامکلا سرحدي سیمې ته له خپل سفر وروسته، د افغانانو د بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. له ایران څخه تازه بېرته ستانه شوي افغانان د خپل خراب وضعیت او بېوسۍ څخه شکایت لري.

د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تندو بادونو او له امله یې، د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت نن سهشنبه، چنګاښ ۲۴مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اورښتونو او سېلابونو دغه اټکل سبا چهارشنبه په یادو ولایتونو کې شوی دی.

د پروان په مرکز چاریکار ښار کې د سړکونو د ګڼهګوڼې، تودې هوا او سوځنده لمریز لاندې، دوه کسان د سړک کندې ډکوي؛ دوی دا کار له دې هیلې سره کوي چې ښايي د لارې موټرچلوونکو څخه به یو څو افغانۍ ترلاسه کړي. علاوالدین چې د چاریکار ښار اوسېدونکی دی، له مجبورۍ عبدالشکور سره مرسته کوي.

د پنجشېر له څلورو کانونو څخه ایستل شوي ۲۲۳۵ قیراط زمرد، د ۱۷۷،۳۵۰ امریکایي ډالرو «یوسل او اووه اویا زره، درې سوه پنځوس» په ارزښت، د یوې داوطلبۍ له لارې پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

لوګر کې یوشمېر کروندګر سلاموطندار ته وايي چې د چرچرک ناروغۍ یا افت یوې تور بخونې حشرې ته ورته دی چې له غبرګولي تر تلې میاشتې پورې د کچالو کروند کې راپيدا کېږي او که پر وړاندې درمل ونهکارول شي، پنځوس سلنه د کچالو کروندې تخریبوي او حاصلات یې راکمېږي.

د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت مسوولان وایي چې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال ۷۷زره او ۲۹ متریک ټُنه توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.
د دې وزارت ویاند، محمداشرف حقشناس، نن (سهشنبه، د چنګاښ ۲۴مه) په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا انتقالات د چنګاښ له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې ترمنځ شوي دي.

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برښنا رسونې پروژه بشپړه او ګټېاخیستنې وسپارل شوه.
د پکتیا ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مرکز ګردېز اړوند ګواښ، سلات بېک، نوی کلی او تاخانخېلو سیمو ته د برښنا رسونې پروژه، د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.

د خوست امنیه قومنداني څخه سلاموطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالي د ترورېزم ضد امریت د یادې ولسوالي په مربوطاتو کې د یو کشفي راپور پربنسټ، له یوه کور څخه يوشمېر نظامي مهمات ترلاسه کړي دي.

د باختر خصوصي پوهنتون مسوولان وايي چې دوی د «خبریالانو د مالي او تحصیلي ملاتړ صندوق» په نوم یو بنسټ جوړ کړی چې موخه یې، د خبریالانو د زدهکړو دوام، علمي ظرفیت لوړونه او مالي ستونزو ته رسېدنه ده.

پکتیکا کې د ښرنې ښاروالي مسوولان وايي چې د ښرنې ښار اړوند سیمو د يو سړک او ګلدانونو د جوړولو چارې پيل شوې دي.
د ښرنې ښاروالي څخه سلاموطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو دوو پروژو څه باندې ۱۶ میلیونه افغانی لګښت کېږي چې چارې یې، «نن دوشنبه، چنګاښ ۲مه» پيل شوې.

په کاپیسا او پنجشېر کې د اورښونو له امله راوتلیو سېلابونو پرمهال یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ مالي زیانونه یې، اړولي دي.
د کاپیسا د نجراب ولسوال عطالله نعمت وايي چې د یادې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې، یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.