Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيکا کې په ۱۶ميليونه افغانيو د دوو پروژو چارې پيل شوې

بلندوزر-کارونه-کار-سړک شکول

پکتیکا کې د ښرنې ښاروالي مسوولان وايي چې د ښرنې ښار اړوند سیمو د يو سړک او ګلدانونو د جوړولو چارې پيل شوې دي.

د ښرنې ښاروالي څخه سلام‌وطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو دوو پروژو څه باندې ۱۶ میلیونه افغانی لګښت کېږي چې چارې یې، «نن دوشنبه، چنګاښ ۲مه» پيل شوې.

خبرپاڼه زياتوي: «یادې پروژې یوه یې ښرنه ښار کې د ۶۰۰ متر مربع په اندازه د یوه ګلدان کټاره بندي، د کربونو اساسي جوړونه او چمن کاري ده چې یو میلیون، دری سوه پنځوس زره افغانۍ (۱۳۵۰۰۰۰) لګښت لري. دویمه د کټواز په مسیر د ۵۰۰ متره اوږدوالي، ۴۰ متره پلنوالي، دواړو طرفونو ته د جویچې او په منځ کې د دری متره ګلدان په درلودو سره یو سرک دی، چې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت په اساسي ډول جوړېږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د ښرنې ښار يوشمېر اوسېدونکي هم د يادو پروژو چارو پيل ته خوښي څرګندوي او وايي، د ياد سړک په جوړېدو سره به ښاريانو ته اسانتياوې برابرې شي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د ښرنې ښار د پراختيا او د ماسټر پلان پلي‌کولو لپاره بايد ښاروالي ګامونه پورته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام