د کونړ مسوولان زلزله‌ځپلو ته د سرپناوو برابرولو ډاډ ورکوي

د هوا په سړېدو او د ژمي په رانږدې کېدو سره، کونړ کې په ځانګړې توګه د څوکۍ ولسوالي دېوه‌ګل دره کې د کورونو جوړولو په اړه د زلزله‌ځپلو له غوښتنو وروسته، ځايي مسوولان وايي، هڅې یې پیل کړي چې ټولو زلزله ځپلو ته اساسي سرپناو‌وې برابرې کړي.

د کونړ څوکۍ ولسوالي کې خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی نه‌لري

د څوکۍ ولسوالي د دیوه‌ګل درې د «امریو» کلي یوشمېر اوسېدونکي وايي، له زلزلې وروسته یې پاکو اوبو ته لاسرسی محدود شوی دی.

دوی وویل چې زلزلې یې د څښاک اوبو سرچینې او د اوبو رسولو سېستم زیانمن کړی او دامهال د خوړ له اوبو چې غیرصحي دي، استفاده کوي.

څوکۍ ولسوالي کې د زلزلې پرمهال څه باندې ۷زره څاروي له‌منځه تللي

کونړ کې د وږي ۹مې زلزلې څوکۍ ولسوالي کې د نورو زیانونو ترڅنګ، مالدارانو ته هم درانه زیانونه اړولي او هغوی یې جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

یوشمېر زلزله‌ځپلي وايي چې د زلزلې پرمهال یې لویه برخه مالونه تلف شوي او پاتې څاروي یې هم بد وضعیت سره مخ دي.

د ننګرهار دره‌نور ولسوالي کې د زلزلې له امله ۱۴ کسان شهیدان شوي

د هېواد په ختیځ کې زلزلې زرګونه کسانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ترڅنګ، ولسونو ته سخت روحي او مالي زیانونه هم اړولي دي.

دغې زلزلې تر ډېره د کونړ نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې خلک زیانمن کړي، خو ترڅنګ یې د ننګرهار دره‌نور ولسوالي اوسېدونکي هم سخت ځپلي دي.

دیوه‌ګل دره کې زلزلې تر ۴۰ سربندونه، ویالې او کانالونه ویجاړ کړي

دغې زلزلې د سیمې اوسېدونکو پر ټولنیز ژوند هم ژورې منفي اغېزې کړي. د دیوه‌‌ګل درې د بادینزو او سلیمان‌زو کلیو یوشمېر اوسېدونکو وویل، د زلزلې پرمهال یې کرنیزې ځمکې له‌منځه تللي او د اوبو کانالونه یې هم ویجاړ شوي.

دوی له حکومت او مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې دغه برخه کې ورسره مرسته وکړي.

خوست کې د غنمو ۳۰ نمایشي قطعې جوړېږي

د خوست کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه نن شنبه، لړم ۲۴مه، په يوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې بزګرانو ته د ۳۰ نمایشي قطعو جوړولو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوي دي.

برادر تجارانو ته: له پاکستان مو کارونه راټول کړئ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ټولو سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې پاکستان کې خپل قراردادونه د درېوو میاشتو په موده کې راټول او د یاد هېواد پر ځای دې نورو هېوادونو څخه توکي راوارد کړي.

نوموړي نن چهارشنبه، لړم ۲۱مه کابل کې د یوې ناستې پرمهال وویل چې پاکستان په وار وار د سوداګرۍ پرمخ لارې تړلي او په وینا یې، د دواړو هېوادونو سوداګر یې، زیانمن کړي چې دوی اړ شوي ورته پرېکړه وکړي.

یو‌اېن‌ډي‌پي: له لسو افغان کورنیو ۹ یې لوږې یا پور ته اړ دي

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په تازه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان اقتصادي بیا رغونه له سختو ننګونو سره مخ ده او په وینا یې، د هېواد لسو کې نهه کورنۍ د لوږې، پورونو او د شتمنیو د پلور له لارې د ژوند تېرولو ته اړ شوې دي.

د کونړ زلزله؛ څوکۍ ولسوالي کې ۳۳۰ زده‌کوونکي او ښوونکي مړه او ټپیان شوي

کونړ کې په ځانګړي ډول څوکۍ ولسوالي کې د شاوخوا دوه میاشتې وړاندې زلزلې د پوهنې سکتور ته پراخ زیانونه اړولي دي.

د کونړ د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې دې طبیعي پېښې د څوکۍ ولسوالي له ۳۳۰ څخه ډېر زده‌کوونکي او ښوونکي شهیدان او ټپیان کړي دي.

څه باندې ۱۰زره افغانان له ایران او پاکستان هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو د حل کمېسیون ویلي چې یوازې پر یوه ورځ ۱۰زره او ۳۹۶ افغانان له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، نن (سه‌شنبه، د لړم ۲۰مه/ د نومبر ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یاد کسان تېر ماسپښین د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي.

غور کې  پر شري ناروغي د اخته‌کېدو  او مړینې کچه دوه برابره شوې

۳۴کلنه شمایل چې پنځه ورځې وړاندې یې خپل ناروغ ماشوم د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته راوړی، سلام‌وطندار ته وايي: «ماشومانو شري ناروغي لرله، دلته مې د درملنې لپاره راوړي، څو له ناروغۍ جوړ شي او موږ پنځه شپې او ورځې کېږي چې دلته یوو.»

کندهار کې د «انار په نوم» د کورنيو توليداتو درې ورځنی نندارتون پيل شوی

په کندهار ښار کې د انارو په نوم د کورنيو توليداتو درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د کډوالۍ نړيوال سازمان په ګډه همکاري پیل شوی دی. په نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو صنعت‌کارانو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړی دی.

د لوګر اوسېدونکو له پوهنې ریاست سره لس میلیونه افغانۍ مرسته کړې

لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم او ولسوالیو یوشمېر عامو اوسېدونکو او سوداګرو له پوهنې بهیر سره شاوخوا لس میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، د دغو نغدي مرستو له لارې یوشمېر دیني مدرسو او ښوونځیو ته اداري او تدریسي خونې جوړې شوي دي.

ځوان سوداګر: د پولو او بانکي ستونزې مو د تجارت خنډونه دي

نږدې ۶۰۰ میلیونه ډالر، د افغانستان د وچې مېوې د کلني صادراتو ارزښت چې تر ډېره د ځوانو افغان سوداګرو له لوري نورو هېوادونو ته صادر شوي، خو د دې شمېرو تر شا یو بل داستان پروت دی؛ د هغو ځوانو سوداګرو کیسه چې وايي، کولای شي، له دې هم ښه کار وکړي.