
هرات کې د کمپیوټري نسخو د لیکلو بهیر پیل شو
په هرات کې چارواکي وايي چې د حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې، په دې ولایت کې د روغتیايي مرکزونو د کمپیوټري نسخې لیکلو بهیر پیل شوی دی.
د هرات د عامې روغتیا د نظارت او ارزونې امریت غړی، خانمحمد تیموري وايي چې دا ګام د هغو ستونزو د حل لپاره اخیستل شوی چې د لاسي او نه لوستلکېدونکو نسخو له امله رامنځته کېدې.














