
هلمند کې په ۲۰۰زره ډالرو د چرګانو د دانې تولیدي کارخونه جوړه شوه
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار بیټون سیمه کې د یوه سوداګر لهخوا د ۲۰۰زره امریکایي ډالرو په لګښت د چرګانو د دانې تولیدي کارخونې

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار بیټون سیمه کې د یوه سوداګر لهخوا د ۲۰۰زره امریکایي ډالرو په لګښت د چرګانو د دانې تولیدي کارخونې

بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وايي چې سېلابونو یې هر څه ترې اخیستي او د ژوند دوام لپاره ان لومړنیو امکانات نهلري. د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف د یکشنبې پر ورځ رویټرز اژانس ته ویلي، د افغانستان په شمال کې ویجاړونکو سېلابونو کې ۳۱۰زره ماشومانو زیانمن شوي او تر ۵۰ ډېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان سلاموطندار ته وايي، افغانستان او پاکستان د باروړونکو موټرو د تګراتګ لپاره د یوه ګډ میکانیزم په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
د دغه وزارت ویاند امامالدین احمدي وايي چې دواړو هېوادونو په لنډمهاله توګه یو د بل سوداګریزو باروړونکو موټرو چلوونکو ته د سفر لنډمهاله اسنادو پر ورکړې هوکړه کړې.

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له ځوانانو سره په ګډه نن «دوشنبه، غويي ۲۴مه» د بغلان، بدخشان او غور ولايتونو سېلابځپلو ته د مرستو راټولولو صندوق جوړ کړی دی.
د یاد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولان وايي چې د سېلابځپلو سره د مرستو ټولولو صندوق یې د ګردېز ښار په مرکزي چوک کې اېښی دی.

د پکتیا د ملي بس امریت مسوولان وايي چې د لومړي ځل لپاره د ګردېز-ځاځياریوب ولسوالي ترمنځ د مسافر وړونکي یوازیني ملي بس تګراتګ پیل شو.
د دوی په وینا، ځاځياریوب یوه ګڼ مېشته ولسوالي ده او اوسېدونکي یې ډېری وخت د شخصي موټرو د کرایې لوړوالي له کبله مرکز ګردېز ته تګراتګ نهشي کولی.

د میدانوردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولانو له لوري په مرکز میدانښار کې د شمالي ولایتونو سېلابځپلیو کورنیو ته د مرستو راټولولو صندوق کېښودل شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنایعو او کانونو خونې او د افغانستان نړیوال نندارتون د مرکز په ګډې همکاري کابل کې د «صنعت اوونۍ ملي او نړیوال نندارتون» پرانېستل شو چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
دغه نندارتون نن یکشنبه، غويي ۲۳مه پلازمېنه کابل کې پیل شوی چې د ملي سوداګرو ترڅنګ پهکې بهرنیو سوداګرو هم ګډون کړی دی.

د بغلان د بېلابېلو سیمو سېلابځپلې کورنۍ وايي چې تراوسه ورسره هېڅ راز مرستې نهدي شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د یاد ولایت د کرکر سیمې قومي مشر حسامالدین سلاموطندار ته وايي، د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله د دې سیمې اوسېدونکو خپل ټول شته له لاسه ورکړي او یوازې په همدې سیمه کې نږدې ۱۵۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د میدانوردګ محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالي کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي او یوه جومات ته د شاوخوا ۲۰۰زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت ودانۍ جوړېږي.

د لغمان د دولتشاه ولسوالي اوسېدونکي وايي چې سیمه کې یې روغتیايي خدمتونه په نشت حساب دي او خپل ناروغان د درملنې لپاره د ولسوالي مرکز ته وړي.
د دوی په وینا، ولسوالي یې غرنیزه ده او روغتیايي مرکزونه پهکې کم دي او د ولسوالي مرکز ته د ناروغانو لېږد پرمهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

د مخکیني حکومت پرمهال د ولسي جرګې غړی اللهګل مجاهد کابل کې د یوه کس د وژنې په تور نیول شوی دی.
د کابل امنیه قومنداني مسوولان وایي چې نوموړی د یوه کس د وژنې په قضیه کې د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوی دی. د اللهګل مجاهد کورنۍ تراوسه د نوموړي د نیولکېدو په اړه رسنیو ته څه نهدی ویلي. د اللهګل مجاهد کورنۍ تراوسه د نوموړي د نیولکېدو په اړه رسنیو ته څه نهدی ویلي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې بغلان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۱۵کسانو ته لوړ شوی او ۱۶۳۰ نور کسان ټپیان شوې دي.
دغه سېلابونه جمعه، غويي ۲۱مه د بغلان مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې راوتلي چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې ګڼ مالي زیانونه هم خلکو ته اړولې دي.

د خوست ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په ۱۸میلیونه افغانیو اته چکډېمونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
دغه چکډېمونه شنبه، غويي ۲۲مه د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست او یوشمېر چارواکو لهخوا ګټېاخیستنې ته وسپارل شول. د نوموړي په وینا، سرپرست حکومت د اوبو مهار لپاره ژمن دی او اوبه د کرنیزې ودې لپاره مهمې دي.

په کابل کې له ۳۰ وزګاره ځوانانو سره د سلاموطندار مرکې ښيي چې له نیمايي ډېر هغه یې د جمهوریت له چپه کېدو وروسته وزګاره شوي دي. په دغه راپور کې له یوولسو ښځو او نولسو نارینهوو سره مرکې شوي او اتلس هغو یې ویلي چې د سرپرس حکومت له راتګ وروسته یې دندې له لاسه ورکړې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د یوه پرېکړهلیک په تصویبولو سره په دغه سازمان کې د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین بشپړ غړیتوب ته مثبته رایه ورکړه.
دغه سازمان په خپل پرېکړهلیک کې لیکي چې فلسطین د ملګرو ملتونو سازمان د غړیتوب وړتیا لري او له امنیت شورا یې غوښتي چې د فلسطین غوښتنه بیا هم وارزوي.

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د برهکي برک ولسوالي په «سجاونډ» سیمه کې یو ۲۵ کلن ځوان د اوبوچکډېم ته تر لوېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.