
لوګر کې ۸۵ تولیدي شرکتونه په فعالیت پيل کوي
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وايي چې د محمداغې ولسوالي په صنعتي پارک کې ۸۵ تولیدي او صنعتي شرکتونه خپل فعالیتونه پيلوي او د دغو شرکتونو د فعالیت په موخه تازه ۵۰۰ جریبه ځمکه هم ورته وېشل شوې ده.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وايي چې د محمداغې ولسوالي په صنعتي پارک کې ۸۵ تولیدي او صنعتي شرکتونه خپل فعالیتونه پيلوي او د دغو شرکتونو د فعالیت په موخه تازه ۵۰۰ جریبه ځمکه هم ورته وېشل شوې ده.

یوشمېر کورنۍ چې څو میاشتې وړاندې له پاکستان او ایران څخه کندوز ته راستنې شوي، اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ژوند لومړني امکانات نهلري.

د اوزبیکستان د احصایې ملي کمیټې په تازه راپور کې ویل شوي چې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
د معلوماتو له مخې، په داسې حال کې چې دا اندازه په ۲۰۲۴ کال کې ۹۲۱ میلیونه ډالر وه.

د کابل ښاروالي مسوولان وایي چې د ښار په کچه د «لارښود لوحو» له لګولو وروسته به د دغو لوحو معلومات په ګوګل ماپس کې هم اضافه شي، څو خلک وکولای شي خپل مطلوب ځای په اسانه توګه پیدا کړي.
د کابل ښاروالي د مسوولانو د څرګندونو له مخې، دا بهیر چې تېرکال پیل شوی، تراوسه د ښار په ۱۵ ناحیو کې د لارښود لوحې لګول شوي دي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت حکومت وايي چې د نړۍ هېڅ مغرور ځواک دې د افغانستان د خلکو ایمان، ننګ او ارادې شک ونهلري.
نن د جدي یا مرغومې شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له ۴۶مې کلیزې سره برابره ده.

د لوګر د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست مسوولان وایي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ، له پاکستان او ایران هېوادونو څخه راستنو شویو ۱۳۰۰ کورنیو سره يي نغدي مرسته وکړه.

په داسې حال کې چې اوزلوبه د افغانستان ملي هویت او فرهنګي سمبول دی، د سلاموطندار د یاد راپور موندنې ښيي چې دغه لوبه له جدي ننګونو له هغې ډلې ځاني ګواښونو، د مالي ملاتړ کمښت او د ناکافي عوایدو سره مخ دي.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې تر دې مهاله له پاکستان څخه څه باندې ۱.۸ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګروملتونو د راپور له مخې، لاهم له دوو میلیونو څخه زیات افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي او هلته ژوند کوي.

د بادغیس د امنیې قومنداني ویاند صدیقالله صدیقي وایي چې په دې ولایت کې د یوه پلانکوچ موټر د چپهکېدو له امله دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
په مړو شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هلمند د سنګین او ګرشک ولسوالیو ترمنځ، د حنجري په کلي کې د میانکو بند د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
دغه بند چې د ځمکې له سطحې ۱۰متره لوړوالی، ۱۱متره اوږدوالی او ۳متره سور لري، تمه ده چې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او هستوګنیز کورونه د سیلابونو او تخریب له ګواښ څخه وژغوري.

د پروان ځایي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه سوداګر په شخصي لګښت یو جومات جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د پروان د والي ویاند سیدحکمتالله شمیم ویلي، دا جومات د مرکز اړوند د معلمینو په ښارګوټي کې د میرزا علي احمد خان بایاني د زامنو له لوري د خلکو د درې زره ډالرو ونډې په ګډون د ټولټال ۳۸زره ډالرو په لګښت، په اساسي ډول او په یوه پوړ کې جوړ شوی دی.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره یا (یونیسف) وايي چې له پاکستانه پر راستنېدونکو ماشومانو درملیز خواړه ویشي.
یونیسف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا خواړه له مغزي موادو جوړ دي چې له شدیدو خوارځواکونو ماشومانو سره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د وروستي راپور له مخې، د افغانستان نفوس په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۴۳.۸ میلیونو ته رسېدلی چې تر ۷۲سلنه زیات وګړي یې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.
دغه راپور چې د پنجشنبې پر ورځ، د لیندۍ پر ۲۷مه خپور شوی، ښيي چې افغانستان د بشري پرمختګ د شاخص له مخې د نړۍ د لسو تر ټولو ټیټو هېوادونو په کتار کې ځای لري.

د میدانوردګ د عامې روغتیا ریاست اړوند د خوړو او درملو امریت له لوري ۱۵ ټنه بېکیفیته او تاریختېره درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د قطر هېواد د «سرې میاشتې ټولنې» په مالي ملاتړ، په خوښۍ ولسوالي کې ۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته اصلاحشوی د غنمو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اوونۍ کې ۱۶۷ افغانان د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.