
د کرنې پراختیا وجهي صندوق د مشارکت او مضاربت خدمتونه پیل کړل
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، دامهال کروندګر، مالدران او د کرنې په برخه کې فعاله خصوصي سکتور کولای شي، له ۱۰ زرو تر سل زرو افغانیو پورې مالي مرستې ترلاسه کړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، دامهال کروندګر، مالدران او د کرنې په برخه کې فعاله خصوصي سکتور کولای شي، له ۱۰ زرو تر سل زرو افغانیو پورې مالي مرستې ترلاسه کړي.

فاکس نیوز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په خبره راپور ورکړی چې متحده ایالت په هېڅ ډول افغانستان کې له وسلهوالو نښتو ملاتړ نهکوي.

سلاموطندار د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له ۷۰ نجونو او هلکانو سره په رضاکارانه توګه ټولنیزو پروګرامونو کې د دوی د ګډون ارزونې په موخه سروې کړې چې د یادې سروې پایلې ښيي، ډېری دې پروګرامونو کې د ځوانانو ونډه کمه شوې. د سروې د پایلو پر بنسټ د تېرو درېوو کلونو پرمهال یوازې یوه کس په خپله خوښه ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه اخیستې.

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په روحاني بابا ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره مشاعره جوړه شوه.
دغه مشاعره چې د یادې ولسوالي په شاهي کوټ دره کې جوړه شوه، پهکې ځايي چارواکو، شاعرانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

هلمند کې د لومړي ځل لپاره یوه خصوصي ټرانسپورټي شرکت د ۳۰۰ زره امریکايې ډالرو په ارزښت د اطرافي ټیکسي خدمات پیل کړل.
د دغه شرکت مسوولان وايي چې دغه ټکسي په جيپياېس سېسټم ترڅنګ د افغانستان ټرافیکي قوانیو سره سم، له ټولو ټرانسپورټي خدماتو برخمنې دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولان وايي چې دا مهال د ګاونډیو هېوادونو په ګډون بهرنیو هېوادونو کې له ۸ تر ۹۰۰۰ افغانان بندیان دي.
د یادو بندیانو ډېری برخه د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي چې د زندانونوچارو د سمون ادارې مسوولانو په وینا، شاوخوا ۱۱۵۸ بندیان له دغه هېواد افغانستان ته رالېږدول شوې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین محمد یونیس راشد وايي، ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرول د دوی لومړیتوب دی.
نوموړي دغه څرګندونې د میدانوردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «روښانه راتلوونکې لپاره فرصتونه برابرول» په نوم جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

د پکتيکا یوشمېر اوسېدونکي او فرهنګپالان شکایت کوي چې د دغه ولایت مرکز او ولسواليو کې د تاريخي ځايونو بيارغونې ته هېڅ پام نهدی شوی.
دوی سلاموطندار ته وايي چې د مرکز ښرنې په ګډون ولسوالیو کې تاریخي کلاګانې او زیارتونه د بارانو او وارو له امله زیانمن شوي چې باید د بیارغونې لپاره یې کار وشي.

پکتیکا کې د یوې موسسې له لوري د دغه ولایت شاوخوا ۱۰۰ بېوزله کورنیو سره د خیاطي اړوند توکو مرسته کړې. د پکتیکا مقام څخه

د میدانوردګ چارواکي وایي چې د بهسودو په لومړۍ او دویمه حصه ولسوالیو کې د څه باندې سل میلیون افغانیو په لګښت دوه چکډیمونه جوړ او ګټېاخیستنې ته وسپارل شول.

د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی دی. په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول. د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېعالله صمیم جوړ شوي نندارتون پرمهال سلاموطندار ته وویل، د کتابونو دغه نندارتون جوړېدو څخه یې موخه ځوانان کتاب او مطالعې ته رابلل دي.

سلاموطندار له ۲۸ افغان نجونو او ښځو سره مرکې کړي او ډېری هغو ویلي چې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر د قانون توشېح کېدو اندېښمنې کړې دي. په دې ډله کې، یوشمېر هغه نجونې او ښځې چې کار کوي وايي، د دغه قانون عملي کېدل به دوی او د دوی د کورنۍ غړي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي.

د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پلعلم ښار څخه د پکتیا تر «تېرې کوتل» پورې ۳۶ کېلومټره سړک د ترمیم چارې پيل شوې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۰مه غونډه کې د ګډون لپاره کامرون ته تللی دی.
د یاد وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا تکل وویل، امیرخان متقي به دغه ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د اسلامي هېوادونو له بهرنیو چارو وزيرانو سره دوه اړخيزې ناستې هم ولري.

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې سرپرست حکومت د یوې پیاوړې او پرمختللې اردو د جوړولو لپاره هڅې کوي او په وینا یې، له همدې امله خپله ډېره بودیجه دې برخه کې لګوي. د دفاع وزارت د یوکلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې لوی درستیز محمدفصېحالدین فطرت وویل چې هڅه کوي، څو د پرمختللو هېوادونو په څېر یوه اردو جوړه کړي.

د پکتيا ولایت صنعت او سودا ګرۍ رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «افغان تولید» په نوم د لاسي او صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانېستل شو.
دغه نندارتون نن «سهشنبه، وږي، شپږمه» په مرکز ګردېز ښار کې پیل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.