
اسلامي امارت نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت لپاره چارسمبالی معرفي کړی
هندي رسنیو د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د نوي فصل له پیل څخه خبر ورکوي. «د هندو» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی نوراحمدنور هند کې د افغانستان د سفارت د سرپرستۍ مسوولیت د پرمخ وړو په موخه نوي ډیلي ته رسېدلی دی.














