د پېژندپاڼو نه‌لرونکو ۲۰ مېرمنو سره د سلام‌وطندار مرکې!

پېژندپاڼه هغه سند دی چې له مخې یې، په یوه هېواد کې د کس قانوني شتون ثابتوي؛ خو افغانستان کې ډېری مېرمنې له دې سند او له خپل رسمي هویت محرومې دي.

سلام‌وطندار په دې راپور کې له شلو داسې مېرمنو سره مرکې کړې چې پېژندپاڼې نه‌لري. د مرکو پایله ښيي چې دغه مېرمنې نه‌شي کولای زده‌کړې وکړي، کار وکړي، سیمکارټ واخلي او یا هم بشري مرستې ترلاسه کړي.

کونډې ښځې؛ د ټولنیزو دودونو تر فشار لاندې ژوند

په ۸ ولایتونو کې له ۱۵ کونډو ښځو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې د دغو ښځو دویم واده په خپله خوښه نه‌، بلکې د دودیزو فشارونو، اقتصادي ستونزو او د ټولنې د قضاوت پایله ده. موندنې ښيي چې دا مهال ۷ ښځې د خپلې کورنۍ او د مېړه د کورنۍ «خُسرخېلو» له لوري د بیا واده کولو تر فشار لاندې دي او ۸ نورې ښځې د مېړه د کورنۍ د فشار له امله له خپل ایور «د مېړه ورور» سره واده کولو ته اړې شوې دي.

د لوګر اوسېدونکي دغه ولایت کې د معیاري موزیم د جوړېدو غوښتنه کوي

د لوګر اوسېدونکي د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره د یوه معیاري او اساسي موزیم د جوړېدو غوښتنه کوي.
دوی وايي، لوګر بې‌سارې لرغونې سیمې او تاریخي ابدې لري چې د دغو ارزښتناکه اثارو د خوندیتوب لپاره یوه معیاري موزیم ته اړتیا ده.
اخوا د لوګر مسوولان وايي، راتلونکې کې به دغه ولایت کې یو معیاري موزیم جوړ کړي.

سرپُل کې وروستۍ زلزلې تاریخي ابدات زیانمن کړي

د سرپُل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله یوشمېر تاریخي ابداتو ته زیان اوښتی دی.

د عیدګاه جامع جومات، د خشت پُل جومات او امام یحیی او لنګرشاه عبدالله زیارتونه هغه لرغوني تاریخي ځایونه او ابدات دي چې هر یو یې څو سوه کاله لرغونتوب لري.

کور کې زېږون؛ وروستۍ هیله لومړی ګواښ

 سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۲ مېرمنو سره چې په کور کې یې، زېږون کړی او ۲۰ قابلو سره د مرکو پرمهال موندلې چې له روغتیايي مرکزونو د لرېوالي، ناسمو دودنو، د عامه پوهاوي کموالي او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي چې ځان او د ماشوم ژوند خپل برخلیک ته وسپاري.

د کونړ زلزله؛ هغه زده‌کوونکي چې خپلو هېلو سره خښ شول

فیصل او سلیم د کونړ د څوکۍ ولسوالي د دېوه‌ګل درې د «اندرلچک» لېسې هغه دوه زده‌کوونکي وو چې غوښتل یې ډاکټر او انجینیر شي، خو زلزلې هغوی او ټولې هیلې یې د خاورو لاندې کړې.

شاه‌محمد شاهد د «اندرلچک» لېسې د درېیم ټولګي او د یادو زده‌کوونکو ښوونکی دی.

کورنۍ کې تبعیض؛ نجونې: هلکان له موږ غوره ګڼل کېږي

یوشمېر نجونو سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د کورنۍ تبعیض له کبله له ناهیلي، د حقارت احساس، د کورنیو اړیکو څخه د زړه‌ سړېدو او په پایله کې د بې‌ارزښته‌کېدو او د حقونو د تر پښو لاندې کېدو احساس سره مخ شوې دي.

ارواپوهان خبرداری ورکوي چې دغه ډول چلند د نجونو پر ځان‌باوري منفي اغېز کوي او ژورې رواني اغېزې رامنځته کوي.

روغتیا او دود؛ ولې افغان مېرمنې د زېږون ترمنځ د واټن له حق محرومې دي؟

هېواد کې یوشمېر مېرمنې د زېږون ترمنځ د واټن راوستلو له حق څخه د ناخبرۍ له امله د دوی جسمي، روحي او اقتصادي وضعیت اغېزمن کړی دی.

دیني عالمان او حقوق‌پوهان وايي چې د مېرمنو جسمي او رواني وضعیت لپاره اسلام دین او قوانینو په غیرمستقیم ډول لارښوونه کړې چې د زېږون ترمنځ باید واټڼ رامنځته شي.

غزني کې یوازینی پوستین‌‌ګنډونکی: پېرېدونکي نه‌لرم

عبیدالله نوري چې ۴۵ کاله عمر لري، د غزني ښار یوازینی پوستین‌‌ګنډونکی دی؛ خو د بازار سوړوالي او اقتصادي ستونزو اړ کړی چې کور کې کار وکړي، ځکه ښار کې مشخص کارځای نه‌لري.
دی یوه کوچني خونه کې د ګنډلو یوه زاړه ماشین شاته ناست دی او د پوستکي ټوټې یو ځای ګنډي چې له هغه پوستین، بالاپوش او چپنې جوړې کړي.
نوري دا مهال یوازې د غزني له څو ولسوالیو محدود شمېر پیرودونکي لري.

کندهار کې به سږکال ۲۷۴زره ټُنه د انارو حاصلات راټول شي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، سږکال په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۷۴ زره ټُنه د انارو حاصلات ترلاسه کېږي.

د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل سلام‌وطندار ته ویلي، دا حاصلات د ارغنداب، ارغستان، شاولیکوټ، خاکریز، زېړۍ، پنجوایي، معروف، ډنډ، دامان او میانیشین ولسوالیو له شاوخوا ۱۵زره هکټاره د انارو بڼونو ترلاسه کېږي.

لوګر کې خرقې شریفې ته د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ودانۍ جوړېږي

د لوګر محلي چارواکي وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار کې حضرت محمد (ص) ته منصوبه متبرکه خرقې شریفې ته د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ودانۍ جوړېږي.

د یادې ودانۍ بنسټ ډبرې کېښودلو مراسمو کې د حج او اوقافو وزارت، د لوګر چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د ځوانانو هنري اثارو کې د ټولنې ناخوالو ته انعکاس ورکول

یو شمېر ځوانان وايي، هڅه کوي چې خپلو هنري اثارو کې د ټولنې، درد، رنځ او واقعیتونو ته انعکاس ورکړي.
سلام‌وطندار دغه راپور کې د ۱۰ نجونو په ګډون ۲۱ ځوانانو سره چې ۱۰ یې لیکوالان، ۵ شاعران او ۶ انځورګر او ګرافیک‌ ډیزاینر دي، خبرې کړي.
موندنې ښيي چې ډېری دغه ځوانان په خپلو اثارو کې ټولنیزو، ښوونیزو او فرهنګي موضوعاتو ته پام کړی.

جهېز؛ هغه دروند لګښت چې ښځې یې په چمتو کولو مکلفې نه‌دي

جهېز د افغانانو د کلتور هغه پخوانی دود دی چې د نجونو پر ژوند او د هغوی پر کورنیو یې سیوری غوړولی دی.

یوشمېر نجونې او ښځې وايي، که څه هم دغه دود ظاهرآ د ګډ ژوند پیلولو لپاره د چمتوالی ښکارندويي کوي، خو په عمل کې د هغوی لپاره په یوې لویې مالي او کورنۍ ننګونې بدله شوې.

لغمان کې مېرمنې «رادیو او ټلوېزیون» د پوهاوي کچې لوړولو ښه وسیله بولي

لغمان کې مېرمنو ته د رسمي زده‌کړو چاپېریال تر ډېره محدود دی، خو راډیو او ټلوېزیون بیا دغه ولایت کې د خلکو عامه پوهاوي برخه کې د پام وړ وسیلې بلل کېږي. دغه رسنۍ نه یوازې مېرمنو ته دا امکان ورکوي چې دیني، روغتیايي، روزنیزې او حقوقي معلومات تر لاسه کړي، بلکې کورنۍ او ټولنه کې د دوی د ونډې پر لیدلوري هم اغېز لرلی شي.