د رییس‌الوزرا اختریز پیغام: د زیانمنو او اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړئ

د اسلامي امارت رییس الوزرا خپل اختریز پیغام کې له هېوادوالو غوښتي چې د پاکستان بمباریو کې د زیانمنو شویو او راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي.

ملا محمد حسن اخوند دغه پیغام کې ویلي چې د اختر ورځو کې د اړمنو او بېځایه شویو وضعیت ته لاسرسی یو اسلامي مسوولیت دی.

نن افغانستان او یوشمېر اسلامي هېوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ ده

اختر چې د مسلمانانو له خاصو مناسبتي ورځو څخه دی، په ټولو اسلامي هېوادونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کيږي.

د سلام‌وطندار راډیو مشرتابه او کارمندان تاسو درنو هېوادوالو او ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وړاندې کوي او هیله لري چې له خوښیو ډک اختر ولرئ.

خورلڼې؛ کوچنۍ خو هوسا کړۍ

یو شمېر نجونې وایي چې د خورلڼو کوچنۍ دوستانه کړۍ او د څو نږدې دوستانو لرل لامل شوي چې په دې ورځو کې لږ ذهني فشار تجربه کړي.

د دوی په باور، د «خورلڼو» اړیکې او کوچنۍ دوستانه کړۍ داسې فضا برابروي چې انسان په‌کې کولی شي پرته له دې چې د قضاوت له وېرې سره مخ شي، خپلې خبرې وکړي او واورېدل شي.

پر نجونو دودیز فشارونه؛ د زده‌کړو، کار او د مېړه انتخاب حق څخه محرومیت

حقوق‌پوهان او دیني عالمان ټینګار کوي چې د قانون، حنفي فقې او اسلامي شریعت له مخې، ښځې د زده‌کړې، کار او د مېړه د انتخاب حق لري.
خو دغه راپور کې مرکه شویو ښځو ویلي، ټولنه کې ناسم دودونه لامل شوي چې د زده‌کړې، کار او د مېړه د انتخاب په څېر له خپلو اساسي حقونو محرومې شي.

عکاس هارون درد: غواړم د ټولنې ناخوالې او ښکلاوې انځور کړم

هارون درد هغه ځوان دی چې هڅه کوي د کمرې له لارې د خپلې ټولنې ښکلاوې، ستونزې، ښکلاوې او ورځنی ژوند انځور کړي او خپل هنر تر نورو ورسوي.
هغه باور لري چې تصویر کولی شي د ژبې په پرتله ژور پیغام انتقال کړي او د ټولنې واقعي حالت څرګند کړي. هارون درد وایي، ډېری وخت د غرونو، سیندونو او د لمر لوېدو شېبو عکاسي کوي او ثبتوي.

د دودونو پر وړاندې درېدل؛ جوزجان کې د یوې ښځې د موټر چلولو کیسه

د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په یوه لرې پراته کلي کې، د خاورو پر سړکونو هره ورځ یوه ۴۰ کلنه ښځه د موټر شټرنګ تر شا کېني او له همدې لارې د خپلې کورنۍ د ژوند اړتیاوې برابروي.

د هغې نوم سایره دی، هغه ښځه چې موټر چلول یې یوازې مسلک نه، بلکې د یوې کورنۍ د ژوندي ساتلو او د برخلیک پر وړاندې د درېدو وسیله ده.

د محلي ژبو ودې لپاره ۱۱۰۰۰ ټوکه کتابونه چاپ شوي

د زده‌کړې برخې یو شمېر کارپوهان وایي، مورنۍ ژبه له ټولنې سره د اړیکو د ټینګښت لومړنۍ وسیله ده او په همدې ژبه لومړنیو تعلیمي خدماتو ته لاسرسی کولی شي د ودې لاره لا اسانه کړي.

د زده‌کړې د برخې کارپوه جاوید سلیماني وایي، د ژوند له لومړیو ورځو څخه د اړیکې ټینګولو او مفاهیمو د درک وړتیا د فرد د ودې مسیر په څرګند ډول اسانه کوي.

پر لوښو میناکاري؛ هرات کې د ښځو لپاره د عاید ترلاسه کولو دریڅه

هرات کې یو شمېر نجونې هره ورځ په یوه کوچني هنري کارځای کې راټولېږي، څو د میناتورۍ د هنر له لارې ساده لوښي د کلتور، طبیعت او ژوند په رنګینو روایتونو واړوي. دغه نجونې په یوه ارامه فضا کې چې د رنګ او د لوښو د خاورې بوی په کې خپور دی، ګلان، تاریخي ودانۍ او دودیزې صحنې پر لوښو رسموي.

صندلۍ؛ د کورنۍ د یوځای ټولېدنې او تودوخې وسیله

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې افغانان د ژمي موسم پرمهال د خپلو کورونو تودو ساتلو لپاره له بېلابېلو وسایلو کار اخلي، خو لروپرتو سیمو او ځینو ښارونو کې بیا تر ډېره صندلۍ کارول کېږي.

صندلۍ نه یوازې د کورونو تودوخې، بلکې د ژمي سړو شپو کې د کورنیو د یوځای کېښناستلو، کیسو او یوځای ټولېدنې وسیله هم بلل کېږي.

زابل کې یوه ځوان د «کعبې او مدینې» د ودانیو ډیزاینونه جوړ کړي

د زابل مرکز کلات اړوند د هزاري کلي اوسېدونکی قاري عبدالله عابد، له دولسم ټولګي فارغ دی او دامهال د میرویس خان نیکه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل دی.

نوموړی د شخصي هڅو او امکاناتو پربنسټ د یو کال په موده کې داسې هنري او تخنیکي ماډلونه جوړ کړي چې د اسلامي مقدساتو درناوی او عصري ټکنالوژي په کې یوځای شوې ده.

پر ښځو ډیجیټالي کنټرول؛ د نارینه‌وو اندېښنه، د مېرمنو محدودیت

سلام‌وطندار له ۲۵ ښځو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د یادو مېرمنو له ډلې یې، ۱۸ د خپلو کورنیو له لوري د ډیجیټالي محدودیت سره مخ شوي دي.

د یادو مېرمنو له ډلې یې، اته د خاوندانو له لوري، اته د پلار او ورور له‌خوا، یوه د مور او یوه هم د خپل کوژدن له لوري د خواله رسنۍ پر کارونې محدودې شوې دي.

د هرات تسبیح روسیې او عربي هېوادونو ته لېږدول کېږي

د هرات د تسبیح‌ جوړولو د یوې تولیدي کارخونې مسوولان وایي چې هره میاشت تر زرو پورې دودیزې او لاس‌جوړې تسبیح، روسیې او عربي هېوادونو ته صادروي.

د یادې کوچنۍ کارخونې مسوول واحد عرب وايي، د هرات تسبیح د لوړ کیفیت، ځانګړي مینیاتوري کارۍ، دودیز ډیزاین او د غوره خامو موادو د کارونې له امله په بهرنیو بازارونو کې ښه غوښتنه لري.