افغانستان کې جنګي‌جنایتونه؛ اسټرالیا له خپلو پوځيانو مډالونه بېرته اخلي

د اسټرالیا دفاع وزارت وايي چې افغانستان کې پر جنګي جرمنو تورنو يوشمېر لوړپوړو پوځي افسرانو څخه د خدمت‌کولو لپاره ورکړل شوي، عالي مډالونه بېرته اخلي.

دغه اعلان وروسته له هغه کېږي چې افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه د پلټنو یوه راپور کې داسې شواهد موندل شوي چې اسټرالیايي ځواکونه پر جنایتونو تورن پېژندل شوي.

 یوه لارۍ‌چلوونکي درې اسراییلیان وژلي

په لوېدیځه غاړه کې درې اسراییلي ملکي وګړي هغه مهال وژل شوي چې یوه وسله‌وال پرې د اردو له پولې ډزې وکړې.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، له هغه وخت راهیسې چې حماس د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ، اردون سره د پولې په اوږدو دا د خپل ډول لومړی برید دی.

ورلډ‌اُف‌سټاټسټکس: افغانستان کې کرېکټ مشهوره لوبه ده

د احصایې نړۍ په نوم نړیواله اداره وايي چې افغانستان کې مشهوره او ډېره خوښونکې لوبه، «کرېکټ» دی.

دغې ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او یادو هېوادونو کې د مشهورو لوبو نوملړ خپور کړی چې افغانستان د کرېکټ لوبې سره د یاد نوملړ په سر کې دی.

وولوو شرکت خپل نوی «EX90» موټر بازار ته وړاندې کوي

د موټر جوړولو «وولوو» شرکت وايي چې د روانې میاشتې تر پایه به خپل نوی « EX90 SUV» موټر بازار ته وړاندې کړي.

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه، سپټمبر ۴مه په خپور کړي راپور کې ویلي چې دغه کمپنۍ له ځنډ او ستر زیان وروسته، د لومړي ځل لپاره دغه موټر بازار ته وړاندې کوي.

د افغانانو واده کې شخړه؛ پنځه الماني پولیس ټپیان شوي

د المان په «ووپرتال» ښار د افغانانو په یوه واده کې د شخړې له امله د یاد هېواد پنځه پولیس ټپیان شوې دي.

د ډویچه‌وله د راپور له مخې، دغه پولیس د سوک، لغتو او غاښ‌لګولو له امله برسېرن ټپیان شوې دي. په راپور کې د پولیسو له خولې ویل شوي چې دې نښته کې د واده څلور مېلمانه هم ټپیان شوي چې سیمه کې یې، پروخت درملنه شوې.

سرفراز بګټي: بلوچستان کې بریدونه د هند په پیسو کېږي

د پاکستان د بلوچستان ایالت وزیراعلا سرفراز بګټي وايي چې دغه ایالت کې بریدونه د هند په پیسو کېږي.

سرفراز بګټي د یاد هېواد لاهور ښار کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دغه بریدونه د هند د بهرنیواطلاعاتو سازمان د څېړنو او تحلیل څانګې «را» په پیسو کېږي چې موخه یې، د پاکستان او سیپیک پروژې کمزوري کول دي.

اسراییلي ځواکونو نهه فلسطینیان وژلي

د فلسطین په لوېدیځه اشغال شوې غاړه کې د اسراییلي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو له امله نهه فلسطینیان وژل شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن چهارشنبه، اګسټ ۲۸مه یوه راپور کې ویلي چې دغه برید په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو پراخ برید بلل کېږي.