
د سترګو له ډاکټرۍ تر ولسمشرۍ؛ د سوریې ولسمشر بشارالاسد څومره پېژنئ؟
د سوریې په پلازمېنه دمشق کې زېږېدلی ۵۹ کلن بشارالاسد د خپل پلار له مړینې وروسته له ۲۰۰۰ کال راهیسې پر سوریې واکمن و.
د هغه پلار حافظ الاسد له ۱۹۷۱ کال راهیسې پر سوریې واکمني کوله.

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې زېږېدلی ۵۹ کلن بشارالاسد د خپل پلار له مړینې وروسته له ۲۰۰۰ کال راهیسې پر سوریې واکمن و.
د هغه پلار حافظ الاسد له ۱۹۷۱ کال راهیسې پر سوریې واکمني کوله.

د سوېليکوریا ولسمشر یون سوک یول د بېړني پوځي حکومت له اعلان وروسته، له خپلې پرېکړې په شا شوی او اوس د استعفا له پراخو غوښتنو سره مخ دی.
په پلازمېنه سیول کې په زرګونو اعتراضکوونکي چې د پوځي حکومت له اعلان راهيسې د پارلمان مخې ته راټول شوي، د نوموړي د استعفا غوښتنه کوي.

د ملګري ملتونو چارواکي وايي چې غزه کې د جګړې د پیل راهیسې تر دې مهاله ۳۴۱ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي.
دغه کسان د تېرکال د اکتوبر میاشتې له اوومې راهیسې وژل شوي دي.

د اوکراین پوځ وايي چې د روسي ځواکونو له لوري پر یاد هېواد له وېشتل شویو ۱۱۰ ډرون څخه یې، ۵۲ نسکورې کړې دي.
بلخوا روسیې بیا ویلي چې د یاد هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې، بېګاه شپه د اوکراین ۱۵ ډرون لهمنځه وړې دي.

یوګاندا کې پولیس وايي چې د دغه هېواد په ختیځ کې د ځمکښوویېدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ ته لوړ شوی دی.
پېښه نږدې یوه اوونۍ وړاندې شوې چې د پولیسو په وینا، لاهم یوشمېر کسان ورک دي.

اسټرالیا کې پولیس وايي چې د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو په زیاته اندازه کوکاین او په تړاو یې، ۱۳ کسان نیول شوي دي.
د نیول شویو کوکاینو اندازه ۲.۳ ټُنه ښودل شوې چې ارزښت یې، ۷۶۰ میلیونه اسټرالیايي ډالرو ته رسېږي.

د ځیرک ټیلیفونونو چینايي «هوواوې» شرکت مسوولان وايي چې د دغه شرکت نوی ځیرک ټیلیفون «Mate70» چین کې د پام وړ پلورونکي نهلري.
چین کې د هوواوې «Mate70» ټیلیفون ته د پېردونکو د پام نهوراوښتو له امله دغه هېواد کې اپل شرکت ته د بازار د ګټې اړولو وېره زیاته شوې.

د سوریې په شماللوېدیځ کې د یاد هېواد او روسیې جېټالوتکو د هوايي بریدونو له امله ۲۵ کسان وژل شوي دي.
د سوریې د حکومت مخالف بنسټ چې د «سپینې خولۍ» په نوم یادېږي او د ژغورنې خدمات وړاندې کوي، نن دوشنبه ډسمبر دویمه ویلي، دغه کسان د سوریې او روسیې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د پاکستان خېبرپښتونخوا ایالت په کُرمه د فرقهییزو نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۳۰ اوښتی دی.
ځایی چارواکو وايي، د تېرې اونۍ په وروستیو کې د لنډمهاله اوربند سره سره لاهم نښتې کېږي. چارواکي لاهم هڅه کوي، څو دې نښتو ته د حل لاره ولټوي.

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هوايي بریدونه د غزې ښار شمال جبالیه کډوالو کمپ کې شوي دي. دغه کسان تېر ماښام د اسراییلو له لوري د یوې شپږ پوړیزې ودانۍ په نښه کولو سره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

غزه کې د اسراییلو د روانو بریدونو پرمهال تازه د غزې په بېلابېلو سیمو کې د بمباریو له امله ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
شپږ کسان د غزې شمال د بیتالاهیا د کمال ادوان روغتون ته څېرمه پر کورونو د شویو هوايي بریدونو پرمهال وژل شوي دي.

سوریه کې د حکومتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ د نښتو پرمهال څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
برېټانیا کې مېشت د سوریې د بشرحقونو څار ډله وايي چې د سوریې شمال حلب ښار کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو د نښتو له کبله دواړو لوریو ته درنه مرګژوبله اوښتې او شاوخوا سل کسان وژل شوي دي.

سوېليکوریا کې د دویمې پرلهپسې ورځې لپاره د واورې اورښت الوتنې ځنډولي او د څلور کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی.
له ۱۹۰۷ کال راهیسې د سوېليکوریا پلازمېنه سېول کې دا د ریکارډ کچې واوره بلل کېږي چې له امله شاوخوا ۱۴۰ پروازونه خڼډېدلې دي.

غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلو د بریدونو له امله یوازې د یوې ورځې پرمهال ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په وژل شویو کې د حماس مخکیني ویاند دوه زامن هم شامل دي. ډېری کسانو پر یوه ښوونځي د شوي برید پرمهال وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ وايي چې له لبنان څخه د حزبالله ډلې شاوخوا ۳۴۰ توغندي توغولي چې پرمهال یوولس کسان ټپیان شوي او مالي زیانونه یې، هم اړولې دي.
د اسراییلو د پوځ راډیو د معلوماتو له مخې، ډېری توغندي په تلابیب ښار کې لګېدلي چې ویجاړۍ یې هم رامنځته کړي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزېپ بورل ویلي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه مکلف دي چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د دفاع پخواني وزیر یواف ګالانت د نیولو په اړه د کیفري نړیوالې محکمې حکم عملي کړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې بورل دا خبرې پرون-د لیندۍ درېیمه، د شنبې ورځ قبرس ته د سفر پر مهال کړي دي.