
د پاکستان ادعا: د هند ۱۲ ډرون مو نسکورې کړي
پوځ ویلي چې عملیات روان دي او په وینا یې، بېګاه شپه یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمدشریف چهودري زیاته کړې: « تېره شپه، هند څو ځایونو ته د ډرون الوتکو په لېږلو سره د تیري یو بل عمل وښود. یو ډرون لاهور ته نږدې پر یوه پوځي مرکز برید کړی.»














