
هند او بنګلهدېش کې سېلابونه؛ ۳۸ کسان مړه شوي
هند کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال ختیځ سیمو کې د تېرو څلورو ورځو راهیسې د سختو سېلابونو او له امله یې، د ځمکې ښووېیدنې له کبله لږترلږه ۳۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هند د هواپېژندنې ادارې په یاد هېواد کې د نورو درنو بارانونو وړاندوینه هم کړې ده.













