
د ایران د سنټرفیوژنو د تولید دوه تاسیسات په نښه شوي
د اټومي انرژي نړیواله اداره وايي چې په ایران کې د سنټرفیوژنو د تولید دوه تاسیسات په نښه شوي دي.
یادې ادارې نن چهارشنبه، جون ۱۸مه، پر خپله اېکسپاڼه همداراز ویلي چې د یاد هېواد په کرج کې یو ورکشاپ او د تهران څیړنیز مرکز هم په نښه شوي دي.













