یمن کې د کښتۍ ډوبېدل؛ ۶۸کسان مړه او ۷۴ ورک دي

د ملګروملتونو د کډوالۍ سازمان وايي چې د یمن په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۶۸ افریقايي کډوالو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۴ نور ټپیان شوي دي.

یمن کې د ملګروملتونو د کډوالۍ سازمان «IOM» مشر عبدالستار ایسویوف اسوشیډېډپرېس خبري اژانس ته ویلي چې په دې کښتۍ کې د ایتوپیا ۱۵۴ وګړي سپاره وو او د یمن ابین ښار ته نږدې په اوبو کې ډوبه شوې ده.

نتن‌یاهو سره صلیب ته: یرغمل شویو ته مرستې ورسوئ

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو غزه کې له سره صلیب غوښتنه کړې چې له حماس سره یرغمل شویو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

نتن‌یاهو د سره صلیب نړیوال سازمان سیمه‌ییز مشر جولیان لیریسن سره د خبرو پرمهال پر هغه غږ کړی چې غزه کې د حماس له لوري یرغمل شویو ته خواړه برابر او طبي مرستې ورسوي.

روسیې جولای کې پر اوکراین د څه باندې ۶۰۰۰ ډرون بریدونه کړي

د اوکراین اندیپندنت ورځپاڼې د دغه هېواد د هوايي ځواک د معلوماتو پر بنسټ، راپور ورکړی چې روسیې یوازې د ۲۰۲۵ کال د جولای په میاشت کې ۶۱۲۹ د شاهد ډول ډرونونه پر اوکراین توغولي؛ دا شمېر د له جولای وړاندې میاشتې په پرتله له ۵۳۳۷ ډرونونو څخه ډېر دی.

ایران: امریکا سره خبرو ته بېړه نه‌لرو

د ایران بهرنیو وزیر مرستیال سعید خطیب‌زاده وايي چې دغه هېواد له امریکا سره د هر ډول غیرمستقیم تعامل او خبرو ته بېړه نه‌لري.

د ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی چې خطیب‌زاده ویلي، ایران باید ډاډ ترلاسه کړي چې امریکا سره د خبرو پیل او یوې پایلې ته د رسېدو لپاره کافي تضمینونه شتون ولري.

غزه کې نن ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو د بریدونو له امله یوازې نن «شنبه، اګسټ دویمه» ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 په وژل شویو کې ۱۳ کسان مرسته ترلاسه کوونکي وو چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د مرستو وېش مرکز مخې‌ته ولاړ وو.

له یمن څخه پر اسراییلو توغندیز برید شوی

د اسراییلو پوځ وايي چې له یمن څخه د دوی پر لور توغول شوی توغندی یې، شنډ کړی دی.

د اسراییلو پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «د اسراییلو هوايي ځواک له یمن څخه یو توغندی شنډ کړی دی. د توغندي له امله په څو سیمو کې د خطر زنګونه فعال شوي دي.»

ډونالډ ټرمپ: پوتین ډېر ماهر او سرسخت دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د «بندیزونو پروړاندې یو مهار کس» بللی او ویلي یې دي چې نوموړی یو سرسخت سړی دی.

ټرمپ له نیوزمکس شبکې سره د خبرو پرمهال وویل: «پوتین سرسخت کس دی، خو ښې خبرې مو لرلې او درې ځلې نږدې و چې د جګړې پای ته ورسېږو.»

ډونالډ ټرمپ: د غزې وضعیت اندېښمنونکی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غزه کې روان وضعیت ترینګلی او اندېښمنونکی بللی او پر حماس یې تور لګولی چې غزې ته لېږدېدونکي توکي غلا کوي.

حماس تراوسه د ټرمپ د دې ادعا په تړاو کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «غواړم ډاډ ترلاسه کړم چې مرستې د غزې اوسېدونکي ترلاسه کوي.»

پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ ۲۸کسان وژل شوي او ۱۰۰ ټپیان دي

په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي تر دې وړاندې په خپله شپنۍ وینا کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی و او ویلي یې و چې د ژغورنې عملیات تر ماښامه روان وو. د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، له ۱۲۰۰ ډېر پولیس او ژغورونکي د پېښې ځای ته ورغلې دي.

د ایران ولسمشر: امریکا او اسراییل مو ښه مات کړل

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسراییلو او امریکا پر وړاندې د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر وړاندې خپل ځواکونه ستایلي او زیاته کړې یې ده چې دغه هېوادونو ته یې، ښه ماته ورکړه.

د نوموړي په وینا، «دښمن» نه‌انګېرله چې دوی به له دومره سخت ځواب سره مخ شي.

اسټرالیا د تنکیو ماشومانو لپاره د یوټیوب پر کارونې بندیز ولګاوه

د اسټرالیا حکومت اعلان کړی چې دغه هېواد کې یوټیوب د هغو سایټونو په لړ کې شاملوي چې د تنکیو ځوانانو لپاره یې کارونه محدودوي.

دا پرېکړ چې نن «چهارشنبه، جولای ۳۰مه» اعلان شوې د اسټرالیا د مخکینۍ پرېکړې سره په ټکر کې ده چې یوټیوب ته یې معافیت ورکړی و.

روسیه کې ۸.۸ درجې زلزله؛ د سونامي خبرداری ورکړل شوی

د روسیې په ختیځ کې د ریښتر په کچه ۸.۸ درجې زلزلې وروسته د ارام سمندر شاوخوا یوشمېر هېوادونو کې د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی.

دغه زلزله چې د روسیې کامچاتکا ټاپو ته نږدې شوې، له امله د سمندر څپې څلور مترو ته لوړې شوي او د ارام سمندر شاوخوا سیمو د تخلیې خبرداری ورکړل شوی.

د اوکراین جګړې پای ته‌ رسول؛ ټرمپ روسیې ته لس ورځې وخت ورکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که مسکو په راتلونکو لس ورځو کې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره هڅې ونه‌کړي، د ده په وینا یې، د روسیې پر وړاندې به تعرفې او نور ګامونه واخلي.

ټرمپ زیاته کړې چې له دې وړاندې یې، روسیې ته د ۵۰ ورځو وخت ورکړی و چې اوس یې، دغه نېټه لس ورځو ته راښکته کړې ده.

د فلسطین لومړی وزیر: موږ خپلواک او پرمختللی فلسطین غواړو

د فلسطین د خپلواکې ادارې لومړی وزیر محمدمصطفی وایي چې د یوه خپلواک، ازاد او پرمختللي هېواد په توګه د فلسطین غوښتونکي دي.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې د دوه حکومتي حل‌لارې په اړه نړیوال کنفرانس باید یوازې پر اعلامیو بسنه ونه‌کړي، بلکې عملي ګامونو ته لاره هواره کړي.

تسلا او سامسونګ د ۱۶ میلیارډ ډالرو هوکړه لاسلیک کړه

د موټر جوړونې امریکايي شرکت تسلا او د سوېلي‌کوریا تخنیکي شرکت سامسونګ الکترونیکس ترمنځ د ۱۶ میلیارده امریکايي ډالرو ارزښت یو ستر سوداګریز تړون لاسلیک شوی دی.

د تړون له مخې، سامسونګ به تسلا ته پرمختللي چپونه تولیدوي، چې د دې شرکت په برښنايي او له موټرچلوونکي پرته موټرونو کې به وکارول شي.