اسراییل او حماس غزه کې په اوربند هوکړه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې اسراییل او حماس غزه کې د اوربند طرحې پر لومړۍ پړاو هوکړه کړې.

قطر هم چې د اوربند خبرو کې یې مهم منځګړی رول درلود ویلي، د اوربند طرحې د لومړي پړاو د ټولو ګټو او اجرايي میکانیزمونو په اړه هوکړه شوې.

حماس غورځنګ یوه بیانیه کې ویلي چې غزه کې د جګړې پایته رسولو، د اسراییلي ځواکونو وتلو، د مرستو رسولو او د زندانیانو پر تبادلې هوکړې ته رسېدلي.

د تایوان ولسمشر: که ټرمپ مو له چین خلاص کړي، د نوبل جایزې مستحق دی

د تایوان ولسمشر «لای چینګ ته» ویلي، که د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وکولای شي د چین ولسمشر شي جین‌پینګ وهڅوي چې د تاوتریخوالي له لارې د تایوان پر وړاندې له ګواښونو لاس واخلي، هغه به د نوبل د سولې جایزې مستحق وي.

د حماس مشر: هوکړې ته اماده یوو

د حماس سیاسي مشر خلیل الحیه وايي چې دوی د شرم‌الشیخ مذاکراتو ته د جګړې د بندولو لپاره راغلي دي. الحیه ټینګار وکړ هدف يې د خلکو پر ضد تاوتریخوالی ختمول او د فلسطین لپاره د ثبات او د خپل برخلیک د ټاکلو تضمینونه ترلاسه کول دي.

امریکا خپلو سمندري ځواکونو ته نوې جېت‌الوتکې ورکوي

د امریکا د جګړې وزارت (پنتاګون) له څو مياشتنیو ځنډ وروسته پرېکړه کړې چې د سمندري ځواکونو د نوي نسل جنګي الوتکو د جوړولو تړون یوه شرکت ته وسپاري.

دا نوې پټې (Stealth) جنګي الوتکې به د زړوF/A-18E/F  سوپرهورنت الوتکو ځای ونیسي چې له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د امریکا سمندري ځواک یې کاروي.

هند کې د ځمک‌ښوویېدنې له امله ۱۵ کسان مړه شوي

په هند کې چارواکي وايي چې د یاد هېواد په اړوند هېماچل پردېش ایالت کې د ځمکې‌ښوویېدو له امله لږترلږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د ځمک‌ښوویېدنې پرمهال د مسافرو بس موټر تر خاورو او ډبرو لاندې شو.

د روسیې پوځ: د جګړې ټولو برخو کې پرمختګ روان دی

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین په سن‌پترزبورګ کې د دفاع وزارت او وسله‌والو ځواکونو له مشرانو سره د اوکراین د جګړې د تازه پرمختګونو په اړه غونډه وکړه.

د روسي د پوځ لوی درستیز والېري ګراسیموف په دې غونډه کې وویل، روسي ځواکونه د جګړې په لومړیو کرښو کې فعال بریدونه لري او پرله‌پسې پرمختګ کوي.

د غزې دوه کلنه جګړه؛ فلسطین د نړیوال سیاست په محور ګرځېدلی

د حماس او اسراییل جګړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس غورځنګ له‌خوا د «الاقصی طوفان» له عملیاتو وروسته پیل شوه، له دایمي اوربند پرته، د تازه پیل شوو خبرو تر سیوري لاندې درېیم کال ته داخله شوه.

تېر دوه کاله د اسراییل او حماس ترمنځ نښتې تر ټولو خونړی فصل بلل کېږي چې سیمه یې له ژور بشري او سیاسي کړکېچ سره مخ کړې.

د اسراییلو دفاع وزیر: د غزې په ځینو سیمو کې به پاتې شوو

له هغه وروسته چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی چې د دغه هېواد پوځ به د غزې په مهمو ستراتیژیکو سیمو باندې خپل کنټرول ته دوام ورکړي.

په ورته مهال د اسراییلو د دفاع وزیر یسراییل کاتس هم د اسراییلي ځواکونو د دوامداره حضور ملاتړ وکړ.

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی

د اسرایلو پوځ اعلان کړی چې د یمن له لوري توغول شوی یو توغندی یې شنډ کړی دی. د اسرایلي پوځ په وینا، د برید پرمهال څو سیمو کې د خطر زنګونه هم وهل شوي دي.

پوځ ویلي: «د یمن له خاورې توغول شوی توغندی د اسراییلود هوايي ځواک له‌خوا څارل شوی او له‌منځه وړل شوی دی.»

د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته سوریه کې نن پارلماني ټاکنې کېږي

د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته سوریه سوریه نن «یکشنبه، اکتوبر پنځمه» خپلې لومړۍ پارلماني ټاکنې کوي. دا ټاکنې د دغه هېواد د نوي سیاسي پړاو یوه مهمه مرحله بلل کېږي چې چارواکي یې د «وطن یووالي او د ټول ولس د استازیتوب» پر لور یو ګام ګڼي.

پر اوکراین برید؛ یو کس وژل شوی او ۳۰ ټپیان دي

په اوکراین کې چارواکي وايي چې پر دغه هېواد د روسي ځواکونو پرله‌پسې بریدونه یو ځل بیا ملکیان په نښه کړي دي.

د اوکراین چارواکو نن یکشنبه، اکتوبر پنځمه ویلي چې د هېواد په شمال سومي سیمه کې دوه روسي بې‌پیلوټه الوتکو د اورګاډي تم‌ځای په نښه کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي روسیه په «ترهګرۍ» تورنه کړې او ویلي یې دي چې مسکو په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي.

اندونیزیا کې د ښوونځي ودانۍ نړېدو له امله ۳۶ زده‌کوونکي مړه شوي

د اندونیزیا د ناورینونو د مدیریت ملي ادارې مسوولان وايي چې د اسلامي دیني مدرسې د ودانۍ د نړېدو له پېښې وروسته د مړو شویو زده‌کوونکو شمېر له ۱۶ څخه ۳۶ ته لوړ شوی دی.

دا پېښه د تېرې اوونۍ په پای کې رامنځته شوې او د ژغورنې ډلې لاهم د ورکو شویو کسانو د موندلو هڅې روانې ساتي دي.

د شمالي‌کوریا مشر: د پوځ او وسلو پراختیا ته ژمن یوو

د شمالي‌کوریا مشر کیم جونګ اون، ژمنه کړې چې د هېواد پوځ به لاپیاوړی کړي او د نویو ستراتیژیکو وسلو او پوځي تګ‌لارو پر پراختیا به تمرکز وکړي. دا څرګندونې هغه مهال شوي چې پیونګ‌یانګ د خپل نظام د کلیزې د نمانځنې لپاره یوه لوی پوځي parade ته چمتووالی نیسي.

غزه کې بریدونه؛ ۷۰کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې طبي سرچینې وايي چې د اسراییلي ځواکونو د پرله‌پسې هوایي او توپچي بریدونو له امله لږترلږه ۷۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

که څه هم د امریکا متحده ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییلو غوښتنه کړې چې غزه کې باید خپل بریدونه ودروي، خو ښکاري چې دې غوښتنې ته لاهم پام نه‌دی شوی.

راپورونه ښيي چې د حماس ډلې د ټرمپ د ۲۰ مادو د سولې له طرحې څخه ځینې برخې منلې دي، خو بیا هم د جګړې اور نه‌دی مړ شوی.