اوکراین کې چاودنه: څلور کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي

د اوکراین په شمال لوېدیځ  د اوفریج ښار د اورګاډي په تم‌ځای د چاودنې له امله لږترلږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

سیمه کې پولیسو خبر ورکړی چې د چاودنې پېښه د مسافرو د اسنادو د کتنې پرمهال رامنځته شوې ده.

د پولیسو په وینا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه ۲۳ ځوان چې د خارکېیفښار اوسېدونکی دی، له ځان سره لاسي بم ته چاودنه ورکړه.

نیوزیلنډ کې زرګونه کسانو لاریون کړی

په نیوزیلنډ کې د عامه برخې  شاوخوا ۱۰۰زره کارکوونکو نن پنجشنبه، اکتوبر ۲۳مه، د خپلو معاشونو د لوړولو او د عامه خدمتونو د ښه‌کولو لپاره لاریون کړی دی.

په دې کم‌ساري اعتراض کې چې ښوونکو، نرسانو، ډاکټرانو، اوروژونکو او اداري کارکوونکو برخه اخیستې، د هېواد د منځ‌لارې ښي‌ لوري حکومت پر وړاندې د نارضایتۍ څرګندونه ګڼل کېږي.

په نايجېريا کې د تېلو ټانکر چاودنه؛ لږترلږه ۳۵ کسان مړه شوي

د نايجېريا د شمالي نايجر ایالت په اړوند سیمه کې د تېلو يو ټانکر د چپه‌کېدو او له امله یې د اورلګېدنې له کبله لږترلږه ۳۵ کسان مړه شوي دي.

د فدرالي سړک د خوندیتوب ادارې (FRSC) د راپور له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ټانکر د موټرچلوونکي له کنټرول څخه ووت چې وروسته یې، اور واخیست.

پر اوکراین د روسیې بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي

د اوکراین چارواکي وايي چې روسیې نن چهارشنبه، اکتوبر ۲۲مه په تازه توغندیزو او ډرون بریدونو کې لږترلږه شپږ کسان وژلي چې په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د بریدونو له امله په ټول هېواد کې د برښنا شبکې زیانمنې شوي او پراخ برښنا پرېکون رامنځته شوی دی.

شمالي‌کوريا د بالېستیک توغندي بریالۍ ازموینه کړې

د سویلي‌کوريا د پوځ د ګډو ځواکونو دفتر نن چهارشنبه، اکتوبر ۲۲مه، په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې د شمالي‌کوريا پوځ يو «نامعلوم بالېستیک توغندی» د هېواد ختيځ لور ته توغولی دی.

له هغه وروسته چې د سویلي‌کوريا نوی ولسمشر «لي جه ميونګ» په جون مياشت کې واک ته رسېدلی او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه کېدو ژمنه يې کړې وه، دا د شمالي‌کوريا لومړۍ توغندیزه ازموينه ده.

سوېلي‌‌وزیرستان کې وسله‌وال برید؛ لس پاکستاني سرتېري وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر یوه کاروان د وسلوال برید له امله لس سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د العربیه د راپور له مخې، وسلوالو بریدګرو د پوځ پر کاروان د تېرېدو پرمهال ډزې وکړې او وروسته یې د درنو وسلو په وسیله پوځیان په نښه کړل.

د ایران اټومي صنعت له‌منځه وړل؛ خامنه‌يي: ټرمپ دې همدا فکر کوي

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، نوموړی دې همدا فکر کوي چې د ایران اټومي صنعت یې له‌منځه وړی دی.

هغه ویلي: «د امریکا ولسمشر افتخار کوي چې د ایران اټومي صنعت یې بمبار کړی او له‌منځه وړی دی. ډېره ښه، په همدې فکر اوسه!»

حماس: ټرمپ او منځګړو ډاډ راکړی چې جګړه پای ته رسېدلې

د حماس لوړپوړي چارواکي خلیل الحیه ویلي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یوشمېر منځګړو هېوادونو دوی ته ډاډ ورکړی چې د غزې جګړه پای ته رسېدلې ده.

نوموړي څرګنده کړې چې حماس د اوربند د هوکړې له مخې، د ټولو بندیانو د جسدونو د بېرته سپارلو جدي اراده لري، خو د ده په وینا، د جګړې له امله دا چاره له ستونزو سره مخ ده.

د اوربند له پیل راهیسې اسراییلو غزه کې ۹۷ کسان شهیدان کړي

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر وايي چې اسراییلي ځواکونو د اوربند له پیل راهیسې لږترلږه ۹۷ فلسطینیان شهیدان کړي او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه دفتر په وینا، اسراییلو د اوربند تړون ۸۰ ځله نقض کړی چې په هغو کې د توپونو ډزې، ډرون بریدونه او د ټانکونو خوځښتونه شامل دي.

شاهد افریدي: افغانانو زموږ احسان هېر کړی

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاهد افریدي وايي چې افغانانو د دوی احسان هېر کړی او پر یاد هېواد یې، برید کړی دی.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې پاکستان تل د خپلو افغان وروڼو سره ولاړ و او د افغانانو ستونزې یې د خپلې ستونزې د خپلو ستونزو په څېر ګڼي، خو په وینا یې، افغانانو دا هر څه هېر کړي دي.

افریدي زیاته کړې چې پاکستان د افغانانو دېر یرغل ته سخت ځواب ورکړی دی.

ټرمپ: پوتین جګړه ختمول غواړي؛ زېلېنسکي: چمتو نه‌دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جمعه، اکتوبر ۱۷مه د اوکراین له ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي سره د سپینې‌ماڼۍ په ناسته کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو زېلېنسکي په ځواب کې څرګنده کړه چې پوتین لا د سولې لپاره چمتو نه دی.

غزه کې د یوې کورنۍ یوولس غړي شهیدان شوي

د غزې ښار په زیتون سیمه کې د یوې فلسطیني کورنۍ یولس غړي وژل شوي، وروسته له هغه چې د اسرائیلي ځواکونو الوتکو د دوی پر موټر برید وکړ.

د عیني شاهدانو او د فلسطین د مدني دفاع چارواکو په وینا، دا کورنۍ د «زیړ کرښې» په نوم هغه سیمې ته نژدې روانه وه چې د اسرائیلي پوځ د کنټرول تر محدودې لاندې بلل کېږي. د وژل شوو کسانو په ډله کې اووه ماشومان او دوه ښځې شاملې دي.