د مرغانو پلورونکی: د هرې مرغۍ په خوشې کولو مې د دسترخوان ډوډۍ کمېږي

هغه درد او کړاو چې پر اوږو یې لکه د غره په څېر بار دی، په سترګو کې یې، له ورایه ښکاري. هغه پر لاره تېرېدونکو کسانو ته ځیر دی، ګوندې څوک ورته ودرېږي او د ده مخته قفس کې اېښي، مرغۍ ترې واخلي. د پروان د چاپېریال ساتنې ادارې په وار وار د هغه او نورو له قفسونو الوتونکي راټول او خوشې کړي دي.

د لوګر مرستیال والي: د عاشورا مراسمو لمانځلو لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي

د لوګر چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور او یوشمېر امنیتي مسوولانو د اهل تشیع قوم له مشرانو سره په لیدنه کې هغوي ته ډاډ ورکړی چې د عاشورا مراسمو لمانځلو لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي.

مسکو کې د اسلامي امارت سفیر رسمآ کار پیل کړ

د بهرنیو چارو وزارت ویلي ویلي چې د روسیې لپاره د اسلامي امارت معرفي شوي استازي او سفیر ګل‌حسن حسن په رسمي توګه مسکو کې د افغانستان سفارت کې کار پیل کړی.
د دغه وزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي، اسلامي امارت د مسکو له لوري د افغانستان د سفیر منل یو مهم او اغېزناکه ګام بولي او هیله‌مند دی چې په دغه ګام سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراختیا پیدا کړي.

قرارداد په اړه نه‌پوهاوی؛ ښځینه کارکوونکې: د څو کسانو کار کوو

یوشمېر کارکوونکې مېرمنې وايي چې د کاري تړون اړوند حقوقو په تړاو کافي پوهاوی نه‌لري او دا چاره، کاري چاپېریال کې د دوی پر وړاندې د تبعیض، نابرابري او زیان لامل شوې ده. په ورته مهال یوشمېر مېرمنې له کاري قرارداد څخه د پوهاوي سربېره، کار ځای کې د تبعیض او جنسیتي نابرابري تجربه کړي دي

ارزګان کې په ۱۶۵ میلیون افغانیو د شبلوغ بند چارې پیل شوې

چارواکي وايي، د ارزګان چنارتو ولسوالي کې د «شبلوغ» اوبو بند رغنیزې چارې پیل شوې چې ورسره به د کروندګرو زرګونه جریبه ځمکه خړوبه، اوبه مدیریت او تر یوې اندازې د وچکالي د منفي اغېزو مخه ونیول شي.
د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي‌الله وویل، یاد بند چې په ۱۶۵ میلیون افغانیو جوړیږي، د څه باندې ۸۵۴ زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

شهاب‌الدین دلاور: سېلاب‌ځپلو ته بېړنۍ مرستې رسول مو ګډ مسوولیت دی

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي ریاست رییس مولوي شهاب‌الدین دلاور لوګر ته د خپل یوه سفر په ترڅ کې د محمداغې او ازرې ولسوالیو په شاوخوا ۲۰۰ سېلاب‌ځپلیو کورنیو بېړنې مرستې ووېشلې. مدني وویل، د لوګر کلیو پراختیا او طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاستونو له امله تېره ورځ له ۱۲۵ سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

د کمپیوټر او موبایل ترمیم برخه کې د امنې د بریالیتوب کیسه

په داسې ټولنه کې چې د ښځو ونډه تر ډېره لاسي صنایعو او خیاطي پورې محدود ده، د کلي یوه ځوانه نجلۍ د ټکنالوژۍ برخه کې د ښځو وړتیا ښودلو لپاره لستوڼي بډوهلي دي.

هغې  د نورو په پرتله یوه بله لاره غوره کړې او د کارموندلو  پر ځای نورو ته د کار  برابرولو په لټه کې ده.

د هېواد په اتو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تندو بادونو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یادو ولایتونو کې د اورښتونو دغه اټکل نن سه‌شنبه، چنګاښ لسمه، شوی دی.