خوست کې امنیتي ځواکونو یوشمېر پوځي مهمات نیولي

د خوست امنیه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالي د ترورېزم ضد امریت د یادې ولسوالي په مربوطاتو کې د یو کشفي راپور پربنسټ، له یوه کور څخه يوشمېر نظامي مهمات ترلاسه کړي دي.

دریو میاشتو کې طبیعي او غیرطبیعي پېښو کې ۴۲۱ کسانو ژوند بایللی

پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال لومړیو دریو میاشتو حمل، ثور او جوزا کې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله ۴۲۱ کسانو ژوند بایللی او ۶۱۹ نور ټپیان دي.
هغه وویل، طبیعي او غیر طبیعي پېښو کې د اوښتو ځاني زیانونو ترڅنګ، ۸ زره او ۳۴۵ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې.

غزني کې د کورونو لوړې کرایې د راستنېدونکو ستونزې لا ډېرې کړي

د غزني د کډوالو چارو ریاست پر وړاندې د بیرته راستنېدونکو اوږدې لیکې، د هغو کورنیو د کډوالۍ او کړاوونو تصویر څرګندوي چې دې وروستیو اونیو او میاشتو کې له ایرانه بیرته راستانه شوي.
لسګونه کورنۍ تر سوزنده لمر لاندې د غزني د کډوالو چارو ریاست پر وړاندې د عریضه‌لیکونکو مخې ته لیکو کې ولاړې دي، څو خپلې غوښتنې محلي چارواکو ته ورسوي.

پکتيکا کې په ۱۶ميليونه افغانيو د دوو پروژو چارې پيل شوې

پکتیکا کې د ښرنې ښاروالي مسوولان وايي چې د ښرنې ښار اړوند سیمو د يو سړک او ګلدانونو د جوړولو چارې پيل شوې دي.

د ښرنې ښاروالي څخه سلام‌وطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو دوو پروژو څه باندې ۱۶ میلیونه افغانی لګښت کېږي چې چارې یې، «نن دوشنبه، چنګاښ ۲مه» پيل شوې.

کاپیسا او پنجشېر کې سېلابونه؛ یو کس مړ او کروندګرو ته زیان اوښتی

په کاپیسا او پنجشېر کې د اورښونو له امله راوتلیو سېلابونو پرمهال یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ‌ مالي زیانونه یې، اړولي دي.

د کاپیسا د نجراب ولسوال عطالله نعمت وايي چې د یادې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې، یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ننګرهار کې د «لډو لوبې» پرسر شخړې له امله یو ځوان وژل شوی

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «لډو لوبې» پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله یوه ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دوی په وینا، پېښه د کامې ولسوالي اړوند د قلعه‌اخند سیمې کې د دوو کلیوالو تر منځ د لډو لوبې پر سر رامنځته شوې وه.

بادغیس کې ۱۵۰ ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ۱۵۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوي او مسلکي زده‌کړو فارغ شوي دي.

دغه ځوانانو ته د خیاطي، موټرسایکل جوړولو او موبایل ترمیم برخه کې حرفوي او مسلکي زده‌کړې ورکول شوي دي.

د سړې ډوډۍ پېر او پلور؛ هغه بازار چې ناچارۍ تود ساتلی

د کابل ښار د پل‌خشتي سړک په یوه څنډه کې د موټرو او خلکو ګڼې‌ګوڼې ترمنځ یوشمېر هغه کسان تر سترګو کېږي چې سړه ډوډۍ پلوري.

بې‌وزله کسان د دوی په شاوخوا راټول شوي؛ یو یې د بیې په اړه پوښتنه کوي او یوشمېر یې د سوځېدلې او سړې ډوډۍ له‌منځه هغه ډوډۍ راټولوي چې لږ سوځېدلې او یو څه نرمه وي.

بلخ کې له انسان تښتونکو یو ماشوم ازاد شوی

د بلخ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو پرمهال یو دولس کلن ماشوم له انسان تښتونکو ژغورلی دی.

د بلخ امنیه قومنداني وايي چې دغه ماشوم نن یکشنبه، د چنګاښ ۲۲مه، د یاد ولایت د والي په حضور کې خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.