
پکتیا کې د پاکواوبو رسونې د يوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې
د پکتیا د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسولان وايي چې د مرکز ګردېز اړوند د ملا قدرت کلي کې د پاکو اوبو رسونې د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
د کليو او پراختيا رياست وياند ايميل عمر وويل چې ياده شبکه باندې ۷،۷ ميليونه افغانی لګښت کېږي چې ۱۵۲ کورنیو ته به پاکې اوبه برابرې شي.














