جاپان راستنو شویو کورنیو سره ۲ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

جاپان له پاکستان او ایرانه د راستنېدونکو او زیانمنونکو افغانانو د ملاتړ لپاره دوه میلیون امریکايي ډالره مرسته کوي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR نن چهارشنبه یوه اعلامیه کې ویلي، دغه مرستې به د راستنېدونکو او زیانمنو افغانانو د بیړنیو اړتیاوو پوره کولو، ساتنې او د حیاتي خدماتو وړاندې کولو په برخو کې ولګول شي.

د هېواد ختیځ کې جګړو ۶۸زره ماشومان بېځایه کړي

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ Save the Children ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو زیاتېدو له امله، د افغانستان په ختیځ کې شاوخوا ۶۸ زره ماشومان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي.

دغه بنسټ یوه تازه راپور کې ویلي، د سلګونو ټولګیو او لنډمهالو زده‌کړیزو مرکزونو د تړل کېدو په دلیل، له ۸ زرو څخه ډېر هغه ماشومان چې د ژغورنې نړیوال بنسټ او د شریکانو له لوري یې ملاتړ کېده، دامهال له ښوونځي پاتې دي.

بلبل اپلېکېشن؛ په غږیزه بڼه د کتاب مینوالو تنده خړوبوي

په هېواد کې یوه ډله ځوانانو په خپل نوښت د «بلبل» په نوم یو اپلېکېشن جوړ کړی چې نورو تنکیو ځوانانو، ځوانانو او ماشومانو ته په غږیزه بڼه، دیني، معلوماتي، هنري او داستاني کتابونه وړاندې کوي.

د یاد اپلېکېشن جوړونکي وايي چې د یاد پروګرام په راښکته کولو سره، مخاطبان کولای شي، د بوختیا، موټر چلولو او هر کله په غږیزه بڼه د خپلې خوښې کتابونه واوري.

مایک والټز: افغانستان سره دې د دغه سازمان مرستې وارزول شي

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر وايي، له افغانستان سره د ملګرو ملتونو مرستې ارزونې ته اړتیا لري.

رویټرز اژانس نن سه‌شنبه د حوت ۱۹ / مارچ ۱۰ راپور ورکړی چې ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي ویلي، د اسلامي امارت دریځ او پر افغان ښځو محدودیتونو ته په پام، افغانستان سره باید په نړیوالو مرستو بیاکتنه وشي.

امیرخان متقي: هېوادونه دې د زور پر ځای د تفاهم لار غوره کړي

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د جګړو پراخېدل د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او ټول هېوادونه باید د شخړو د حل لپاره د زور پر ځای د خبرو، تفاهم او ډیپلوماټیک تعامل لاره خپله کړي. هغه زیاته کړې، پر ایران بریدونو او د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکي کړکېچ، سیمه له امنیتي خطرونو سره مخ کړې.

د هرات مسوولان: له اسلام‌کلا بندره ورځ کې ۱۳۰۰ موټر تګ‌راتګ کوي

د هرات ځايي مسوولان وایي، له اسلام‌کلا بندر څخه هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ‌راتګ کوي.

د هرات د اسلام‌کلا کمیسار حضرت زعیم آغا وایي، سره له دې چې ایران کې کړکېچ او جګړه روانه ده، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو د ترانزیټ او تګ‌راتګ بهیر لا هم په عادي ډول دوام لري او تر اوسه په‌کې کوم جدي خنډ نه دی رامنځته شوی.

له ایران او پاکستان ۷۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولان وايي چې ۷۵ کورنۍ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د راپور له مخې، ۳۸ کورنۍ د ورېښمو پُل، ۱۵کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا، او ۲۲ کورنۍ د کندهار دسپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوې دي.

پکتیکا کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د پکتیکا ولايتي چارواکي وايي چې نن دوشنبه، کب ۱۸مه، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د نيالګيو پسرلنی کمپاين پېل کړی دی.

دغه کمپاين د پکتیکا د چاپېریال ساتنې، کرنې او اوبولګولو ریاستونو او د مرکز ښرنې ښاروالۍ په ګډه د «ځمکې ابادول د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت دی» تر عنوان لاندې پيل شوی دی.

د وینې ناسازګاري؛ «د جنین د مړینې او ماشوم د معلولیت لامل کېږي»

بادغیس کې یوشمېر مېرمنې وايي چې د جنین او مور د وینې ترمنځ د سمون په اړه د نه پوهاوي له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوې دي.

دوی خبرداری ورکوي چې ډېری کورنۍ په دې اړه پوهاوی نه‌لري او دا چاره کولای شي، د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

ډاکټران: کروموزومي اختلالات د جنین د سقطېدو لامل کېږي

یوشمېر ډاکټران وايي چې کروموزومي اختلال د جنین د سقطېدو له اصلي لاملونو څخه شمېرل کېږي او دا د اومېندوارو مېرمنو لپاره ګواښونکي بولي.

د ډاکټرانو په وینا، د جنین سقط بېلابېل لاملونه لري چې د کروموزومي اختلالات، ارثي ناروغۍ، د مور جسمي ناروغۍ، د روغتیايي مرکزونو تړل‌کېدل، فقر، لومړۍ اومېندواري او ډاکټر ته نه مراجعه یې، مهم هغه دي.