رییس‌الوزرا د چین بهرنیو چارو وزیر سره کابل کې لیدلي

د سرپرست حکومت رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او مل پلاوي سره نن چهارشنبه، زمري ۲۹مه، په ګل‌خانې ماڼۍ کې لیدلي دي.

محمدحسن اخند په دې لیدنه کې ویلي، چین او افغانستان دوه ښه او اوږدمهالي ملګري دي او په وینا یې، په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ، ملاتړ او د همکاریو ستانه کوو.

د لوګر چارواکي: د عینکو کان لرغونو سیمو او اثارو ته دې پاملرنه زیاته شي

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس مولوي فیض‌الله جوهري د عینکو کان له لرغونو سیمو او اثارو څخه لېدنې پرمهال وویل، د یاد کان ملکي او نظامي مسوولانو سره د لیدنې پرمهال د عینکو کان د استخرج او لرغونو اثارو د راسپړلو برخه کې باید اړونده مسؤولین لرغونو سیمو او اثارو ته پاملرنه وکړي.

لوګر کې څلور نوي مخابراتي سایټونه پرانېستل کېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي مطيع‌الله عابد سلام‌وطندار ته وویل چې یاد سایټونه مرکز ته اړوند بابوس او پادخواب شانې او دغه ډول د برکي‌برک ولسوالي اړوند پنده او د محمداغې ولسوالي اړوند شېخک سیمو کې جوړیږي چې له بشپړېدو وروسته به د سیمې زرګونه اوسېدونکي، مخابراتي او انټرنیټي خدماتو تر پوښښ لاندې راشي. 

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله ۷۶ کسان مړه شوي

د هرات ځایي چارواکي وایي چې د هرات – اسلام‌قلعه پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷۶ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د هرات د والي ویاند، محمدیوسف سعیدي ویلي چې تېره ورځ (سهشنبه، د زمري ۲۸مه) ماښام، ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر له اسلام‌قلعه څخه کابل ته روان و چې پر لویه لاره لومړی له یو موټرسایکل او بیا له یوه بار وړونکي (مازدا) موټر سره ټکر وکړ او وروسته یې، اور واخیست.

خوست کې په ۲۷ میلیونه افغانیو يو سړک جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی

د خوست ښاروالي د تخنیکي او سکتوري امریت آمر، انجینیر جاوید جمشید وايي چې ياده پروژه د ښاروالي له پراختیایي بودیجې څخه پلې شوې او شاوخوا ۲۷ ميليونه افغانی لګښت پرې راغلی دی.

ياده پروژه کې د ښار په دویمه او درېیمه ناحیه کې ۵۳۰ متره سړک، ۵۷۹ متره لښتي او ۸ پلچکونه جوړيدل شامل وو چې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

فصېح‌الدین فطرت: افغانستان نه‌ اشغالېدونکی هېواد دی

د اسلامي امارت د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري فصېح‌الدین فطرت وايي چې دا څلورم کال دی چې افغانان په بشپړه خپلواکي کې ژوند کوي او دا هېواد نه‌ اشغالېدونکی دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.

عبدالحق وثیق: استخباراتي کړۍ چې له بهر تمویلېږي، ختمې به شي

د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست مشر عبدالحق وثیق وايي، هغه استخباراتي کړۍ چې هېواد کې له بهر څخه تمویلېږي، له‌منځه به یوړل شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.

د نوموړي په وینا، اوسنی حکومت قوي اراده لري او چاته اجازه نه‌ورکوي چې په کور دننه مخالفت وکړي.

یعقوب مجاهد نړۍ ته: که اراده مو بده وي، ترې تېر شئ

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمدیعقوب مجاهد وايي، که د نړۍ هېوادونه د افغانستان لپاره بده اراده لري، نو له دې ارادې دې تېر شي.

نوموړي وویل چې روس او چین دې هم دا فکر نه‌کوي چې امریکا به د دوی پر ضد کړنې کوي او نه دې هم امریکا دا فکر کوي.

امیرخان متقي: ګاونډیان دې د افغانستان لپاره چپه خوبونه نه‌ویني

بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶مې کليزې نمانځغونډه کې وویل، هغه کسان چې په خپلو هېوادونو کې د اسلامي امارت پر غونډې رابولي، باید پوه شي چې د دوی له لوري د کيندل شوي کوهي پر لاره به د دوی هم کار شي.

د ملي دفاع وزیر: داځل باید ازادي له لاسه ورنکړو

هغه وویل: « د هېواد په هر فرد فرد دا لازم دي، چې د خپلواکۍ په ساتلو کې تر خپله وسه پورې خپل کوشش وکړي، تر څو د چا د خبرو تر تاثیر لاندې رانشي، موږ باید د پردیو دسیسو ته هوښیار واوسو او د دوی د هر بد عمل په وړاندې ودریږو او هیچاته اجازه ورنه کړو چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي.»

ملاعبدالغني برادر: هرمېشتي افغانان دې هېواد ته راستانه شي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له بهر مېشت افغانانو غوښتنه وکړه چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

هغه دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.

لوګر کې د کرومایټو پروسس فابریکه پرانېستل شوه

د لوګر مسوولان وايي، دغه فابریکه د یوه هېوادوال له لوري د ۱۴ میلیون افغانیو په شخصي لګښت پرانېستل شوه.

د لوګر د کانونو او پترولیم رئيس مولوي نقیب احمد فرقاني په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه فابریکه د «سور غر زابل» شرکت له لوري د شاوخوا ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د محمداغې ولسوالي په «شکار کلا» سیمه کې جوړه شوې.

هغه وویل، یاده فابریکه به د ورځې په منځني ډول ۱۰۰ منه پروسس شوې قيمتي ډبرې تولید کړي.