
بېپولې ډاکټران: کونړ کې د بېځایه شویو کورنیو وضعیت اندېښمنونکی دی
د بېپولې ډاکټرانو سازمان راپور ورکړی چې د تېرو لسو کلونو پرمهال د کونړ زلزله تر ټولو خونړۍ طبیعي پېښه وه چې له امله یې، ۲۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د یاد سازمان مسوولان وايي چې له زلزلې وروسته یې، د لومړیو ورځو پرمهال درېوو روغتونونو ته په بېړنۍ توګه مرستې رسولې دي.














